تازه خبرونه
د خوړو نړیوال پروګرام تېر کال په افغانستان کې ۲۵۰۰ ټنه حبوبات ووېشل
دې پروګرام په ایکس پاڼه کې لیکي، چې حبوبات د پروټینو؛ مغذي توکو، اوسپنې، منرالونو او بي ویټامینونو یوه مهمه سرچینه ده او له دې مرستې سره په ټول هېواد کې ۷۰۰ زره خلکو د خوړو ملاتړ ترلاسه کړی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې د اروپايي ټولنې، جرمني، سویلي کوریا، بریټانیا او امریکا پر مرسته تېر کال په افغانستان کې ۲ زره ۵۰۰ ټنه حبوبات وېشل شوې دي.
دې پروګرام په ایکس پاڼه کې لیکي، چې حبوبات د پروټینو؛ مغذي توکو، اوسپنې، منرالونو او بي ویټامینونو یوه مهمه سرچینه ده او له دې مرستې سره په ټول هېواد کې ۷۰۰ زره خلکو د خوړو ملاتړ ترلاسه کړی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام مخکې په یوه راپور کې ویلي وه، چې سږ کال به په افغانستان کې شاوخوا ۱۵ میلیون خلک له لوږې سره مخ شي.
د خوړو نړیوال پروګرام په راپور کې راغلي: “اټکل کیږي، چې سږ کال په افغانستان کې نږدې ۱۵ میلیون خلک د خوړو د نهخوندیتوب له بحران او بېړني کچې سره مخ دي.”
دې پروګرام لا دمخه په لرې پرتو سیمو کې هغو ټولنو ته د خوړو وېش پیل کړی، چې څه نا څه په بشپړ ډول د واورې او یخ له کبله پرې د تګ راتګ لارې تړل شوې دی.
په ورته وخت کې دې پروګرام ویلي، چې سخت مالي بحران په افغانستان کې د دوی فعالیتونه کم کړي دي.
