تازه خبرونه
د خوړو نړیوال پروګرام له څه باندې ۲۵۰ زره افغانانو سره مرسته کړې
دغه پروګرام د پنجشنبې پر ورځ ویلي، په دې مرستو کې د اوړو، غنمو، سابو، غوړيو، دال، نخود او مالګې په ګډون دوه زره ټنه خوراکي توکي وه.
د خوړو نړیوال پروګرام په یوه راپور کې څرګنده کړې، چې د چین پر مرسته یې په تېرو میاشتو کې د افغانستان له څه باندې ۲۵۰ زره کسانو سره مرسته کړې ده.
دغه مرسته په داسې حال کې شوې، چې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د بودجې د کمښت له خطر سره مخ و.
دغه پروګرام د پنجشنبې پر ورځ ویلي، په دې مرستو کې د اوړو، غنمو، سابو، غوړيو، دال، نخود او مالګې په ګډون دوه زره ټنه خوراکي توکي وه.
د راپور له مخې؛ دا مرستې په ټول افغانستان کې پر څه باندې ۳۵ زره کورنیو وېشل شوې دي.
دې پروګرام ویلي؛ د چین لخوا له هغو افغانانو سره د خوراکي توکو مرسته په داسې حال کې شوې، چې دا پروګرام د بودجې له کمښت سره مخ دی.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشر ویلي: افغانستان په نړۍ کې د لوږې یو مرکز دی او په ټول هېواد کې د درې پر څلورمې برخې ډېر خلک داسې ځواکمن خواړه نلري، چې د خوارځواکۍ مخه ونیسي.
په افغانستان کې د چین سفارت د اقتصادي او سوداګریزو چارو سلاکار ویلي، چې اوسمهال ډېر افغانان له «نا امیدۍ او لوږې» سره مخ دي.
دې پروګرام ټینګار کړی، چې په افغانستان کې ډېري کورنۍ د ژمي په میاشتو کې د خوراکي توکو دوامداره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
ملګري ملتونه وايي؛ تېر کال د بودجې د کمښت له کبله ونه توانېدل، چې له ۱۰ میلیون افغانانو سره د خوراکي توکو مرستې وکړي او سږ کال ۱۱ میلیون افغانانو له دې پروګرام څخه خوراکي مرستې ترلاسه کړې ندي.
