تازه خبرونه
د خوږیاڼو د کږې د لوی جومات په محراب کې چاودنې ۲۴ ټپیان کړل
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
نن جمعه غرمه مهال د ننگرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د کږې لوی جومات په محراب کې چاودنه وشوه، چې په کې ۲۴ تنه ټپیان شوي دي.
د ننگرهار د عامه روغتون رییس نجیب الله کاموال د دغه مطلب د څرگندولو تر څنگ آریانا نیوز ته وویل،چې تر دې دمه وژل شوي کسان روغتون ته لیږدول شوي نه دي.
له بلې خوا یوې امنیتي سرچینې، چې د نوم له ښودلو ډډه کړې آریانانیوز ته په ډاگه کړه؛ له چاودنې وروسته په سیمه کې یوه ښځه ریموت په لاس نیول شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې خوږیاڼي د ننگرهار ولایت یوه ډېره ناامنه ولسوالي گڼل کیږي.