تازه خبرونه

د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره له ۲۰۰ ډېر طالب بندیان خوشې شول

Published

on

د افغانستان حکومت د سې شنبې پر ماښام ناوخته د ۳۲۰ سخت دریځو طالب بندیانو د خوشې کولو بهیر له سره پیل کړ، چې ورسره به د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو څه نا څه خنډونه لرې شي.

 

د یو شمېر سرچینو په وینا، له ۳۲۰ سخت دریځو طالب بندیانو څخه د سې شنبې پر ورځ ۱۵۳ او د دوشنبې پر ورځ ۴۷ کسیزې ډلې خوشې شوې دي.

د یادې سرچينې د څرګندونو مخې؛ د سخت دریځو طالب بندیانو یوه اته ګسیزه ډله نن هم په کندهار ولایت کې خوشې شوې ده.

د دغو څرګندونو پر بنسټ د ځنډول شویو سخت درځو طالبانو له خوشې کیدو سره به د خپلمنځي خبرو د پیلیدو هیلې هم ډېرې شي.

دغې سرچینې دا هم ویلي، چې پاتې طالب بندیان به هم له خپلمنځی خبرو مخکې خوشې شي.

دا هغه سخت دریځ طالب بندیان دي، چې په تېره میاشت کې یې ولسمشر اشرف غني د خوشې کولو بهیر د سختو جرمونو له کبله ودراوه.

د حکومتي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دغو ۳۲۰ سخت دریځو طالب بندیانو په تېرو څو کلونو کې د کابل په ګډون په افغانستان کې د یو شمېر دردوونکي بریدونو طرحه کړي او یوشمېر نورو د مخدره توکو کر او قاچاق ته ملا تړلې وه.

دغې سرچینې د نوم د نښودلو پر شرط ویلي، چې د پاتې طالب بندیانو د خوشې کیدو بهیر به نن او سبا پای ته ورسیږي.

د  سخت دریځو طالب بندیانو پر نه خوشې کولو ټینګار د افغانستان د سولې بهیر هم له خنډ او خنډ سره مخ کړی؛ خو دا دی د خوشې کولو د بهیر پیل یې په دوحه کې د خبرو د پیلیدو شونتیا هم ډېره کړې ده.

د دغو بندیانو د خوشې کیدو خبر هغه مهال را پورته شو، چې اشرف غني او د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبرائن ترمنځ تیلیفوني اړیکه ټینګه شوه.

او برائن تمه ښکاره کړې، چې ډېر ژر به له خنډ او ځنډ پرته د افغانستان د سولې لپاره د خپلمنځي خبرو اترو بهیر یو ځل بیا پیل شي.

د امریکا د ملي امنیت شورا په یوه تویت کې څرګنده کړې، چې اوبرائن د خپلواک، دیموکراتیک او متحد افغانستان لپاره د امریکا د ملاتړ ډاډ څرګند کړی او هیله من دی، چې هیڅکله به دا هېواد بیا د نړیوال تروریزم د سرچینې په توګه ونه کارول شي.

هغه زیاته کړې، چې امریکا د افغان امنیتي ځواکونو سره ولاړ ده؛ ځکه، چې د خلکو لپاره یې سرښندنې کړې دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ هم په یوه تویت کې ویلي: اوبرائن اشرف غني ته ویلي، چې امریکا به د افغانستان د ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړروان ساتي.

د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بندیانو تبادله د بحث وړ موضوع ده، چې له تر سره کیدو سره سم به  دواړه خواوې پر اوربند او د افغانستان پر ثبات هوکړې ته رسیږي.

Trending

Exit mobile version