تازه خبرونه

د خپلمنځي خبرو د پیل هڅې چټکې روانې دي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۴, ۱۳۹۹)

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویلي؛ د خپلمنځي خبرو د ځای او وخت په اړه په همغږۍ کې پرمختګ شوی، چې بهیر به یې د خبرو لپاره اړوند پړاو بشپړ کړي.

دې وزارت دا هم په ډاګه کړې، چې د افغانانو ترمنځ د خبرو د پيل په اړه هڅې چټکې شوي او ټول اړخونه د خبرو پړاو ته د تګ لپاره چمتو دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي؛ په وروستۍ یوه اوونۍ کې د خپلمنځي خبرو د وخت او ځای په اړه په همغږۍ کې پرمختګ شوی، خو تر اوسه خبرې او همغږي وروستۍ شوې ندي.

د دولت د مرکچي پلاوي مشر هم ټینګار څرګند کړی، چې د خبرو لپاره زمینه برابره شوې او طالبانو هم خپلمنځي خبرو ته له چمتووالی خبر ورکړی دی.

ارګ ویلي، چې حکومت د مذاکراتو د عملي پيل لپاره ګامونه اخیستي دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود وایي، چې مونږ د خبرو د پیل او د سولې خوندي کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي. اوس مخالفان باید له تاوتریخوالي ډډه وکړي او نېغو خبرو ته راودانګي.        

طالبانو د خپلمنځي خبرو د پیل په اړه ویلي: کله یې، چې پېنځه زره بندیان خوشې شول؛‎ په یوه اوونۍ کې به اړوند خبرو ته چمتو شي.

د افغانستان د سولې څېړنې انسټیټیوټ مشر خلیل ساپي په ډاګه کړې؛ ټاکل شوې، چې د بندیانو د آزادیدو بهیر بشپړ شي او د خپلمنځي خبرو لومړی پړاو له ځنډ پرته پیل شي؛ ځکه امریکا او قطر ورته د آسانتیاوو رامنځته کولو هڅې تر سره کوي.      

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د سولې په اړه د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي: د

بل هر وخت په پرتله د خپلمنځي خبرو وخت نږدې شوی، خو د زندانیانو د خوشي کولو له بهیر وروسته؛ ځکه دې خبرو ته رسیدل د امریکا د ډیپلوماسۍ اړینه برخه ده.

Trending

Exit mobile version