تازه خبرونه

د خپلمنځي خبرو د ځنډولو لپاره کوم دلیل ته اړتیا نشته- خلیلزاد

Published

on

د افغانستان د سولې رامنځته کولو لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د خپلمنځي خبرو د ژر پیلولو غوښتنه کړې او په یو لړ تویتونو کې څرګندوي، چې د خپلمنځي خبرو د ځنډ لپاره کوم قانوني دلیل نشته“.

نوموړي د چهارشنبې د ورځې هغه چاودنه هم غندلې، چې په کې د پوهنې وزارت د علمي شورا مشر داکتر عبدالباقي آمین ووژل شو.

خلیل زاد په ډاګه کړې: ښکېل اړخونه دې تاوتریخوالی راکم کړي او سمدلاسه دې خپلمنځي خبرې پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده ، چې د پنجشنبې پر ورځ ولسمشر اشرف غني افغان خواکونو ته په خطاب کې وویل، چې حکومت د سولې په وړاندې خنډونه او ننګونې لرې کړي؛ طالبان باید دایمي اوربند ومني او له افغان حکومت سره مخامخ خبرو کې ته راودانګي.

ولسمشر غني د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱ کلیزې په نمانځغونډه کې افغان امنیتی ځواکونو ته په خپل ویدیوي پیغام کې دا هم ویلي، چې: “عادلانه او تلپاتې” سوله په هېواد کې راځي؛ ځکه، چې حکومت په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره پراخې هڅې کړي دي.

نوموړی وایي؛ مونږ د عادلانه سولې لپاره لاره پرانيستې ده. پدې برخه کې مونږ نه یوازې خپله اراده او ژمنه ښودلې، بلکې د لاسته راوړلو لپاره مو عملي ګامونه هم اخیستي دي. د طالب بندیانو خوشې کول او د سولې مشورتي لویه جرګه زمونږ د هڅو د یادونې وړ بېلګې دي.

هغه دا ټینګار هم کړی، چې: مونږ د سولې لپاره ليوال يو، زمونږ ځوانان د خپل هېواد په جوړولو بوخت دي. مونږ به داسې سوله راولو، چې د افغانستان ټول قومونه وکولی شي په سوله او امنیت کې سره ګډ ژوند وکړي او د هېواد د ودې او پرمختګ لپاره هلې ځلې تر سره کړي.

له بلې خوا طالبان د خپلمنځی خبرو د پیلیدو لپاره د پاتې ۳۲۰  طالب بندیانو د خوشې کیدو غوښتنه کوي.

که څه هم غني د دې بندیانو خوشې کولو فرمان لاسلیک کړی او ۸۰ طالب بندیان هم ترې خوشې شوي؛ خو دا بهیر حکومت د چارشنبې پر ورځ د حکومتي بندیانو تر خوشې کولو وځنډاوه.

د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي آریانا نیوز ته ویلي، چې حکومت به تر هغې پاتې طالب بندیان خوشې نکړي، چې وسلوال طالبان د افغان امنیتي ځواکونو برمته شوي ۲۲ کماندو سرتېري خوشې کړې نه وي.

دغه راز آسترالیا او فرانسې له امریکا او افغان حکومت غوښتي، چې د دوی د اتباعو وژونکي دې له بنده نه خوشې کوي.

په ورته وخت کې روسیه تمه لري، چې د شپږ طالب بندیانو د خوشې کیدو په اړه د فرانسې او آسترالیا مخالفت باید د خپلمنځي خبرو مخه ونیسي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا ویلي؛ اوس د شپږ طالب بندیانو د خوشې کولو، چې په بهرنیو اتباعو یې په بریدونو کې لاس لرلی او د افغان حکومت وروستۍ غوښتنه، چې ۲۰ افغان کماندو سرتېري دې هم خوشې شې؛ داسې څه ندي، چې خبرې ورته وځنډول شي. مونږ هیله من یو، چې دا مسلې به د سولې خبرو د پیل په وړاندې نوي خنډونه نه شي او ډېر ژر به حل شي.

په کابل کې یو شمېر مدني هڅاند هم د تاوتریخوالي د پای ته رسولو او د حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ د سولې خبرو د پیل غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو ویلي؛ مونږ د حکومتي بندیانو د خوشې کولو بهیر له اختر مخکې بشپړ کړی او د خبرو د پیلیدو لپاره اړتیا ده، چې پاتې طالب بندیان د دوحې د تړون له مخې خوشې شي.

Trending

Exit mobile version