تازه خبرونه
د خپلمنځي خبرو پلاوي د خبرو پر اصولو هوکړې ته رسیدل رد کړل
نن له غرمې وروسته داسې یو راپور خپور شو، چې ګویا د طالبانو او حکومت د خپلمنځي خبرو دواړه پلاوي د خبرو اترو پر اصولو هوکړه کړې؛ خو وروسته بیا دد پلاوو د غړیو لخوا رد شو.
رویترز په دوحه کې د درې رسمي سرچینو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې وه، چې د افغانانو د خپلمنخي خبرو حکومتي او طالب پلاوي د خبرو اترو د اصولو په اړه هوکړې ته رسیدلي دي.
دغو سرچینو رویترز ته څرګنده کړې، چې پلاوو د امریکا په مرسته د خبرو اترو د پرمخ بیولو لپاره پر ۱۹ مادو هوکړه کړې ده.
د حکومت د خبرو اترو پلاوي تویت کړی، چې د سولې خبرو اترو د وروستي پړاو په اړه د رویترز خپوره شوی راپور رښتینی ندی.
د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ هم تویت کړی، چې د خپلمنځي خبرو پلاوي د طرزالعمل په اړه هوکړې ته ندي رسیدلي او په رسنیو کې په دې اړه خپور شوی راپور حقیقت نلري.
د طالب او حکومتي پلاوي تر منځ خپلمنځي خبرې درې اوونۍ مخکې په دوحه کې پیل شوې دي.
د خبرو د پرمختګ په اړه خبر په داسې حال کې خپریږي، چې ولسمشر اشرف غني قطر ته په دوه ورځني رسمي سفر تلی او تر دې دمه یې له حکومتي پلاوي او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکایي پلاوي سره لیدلي دي.
