تازه خبرونه
د خپلمنځی خبرو حکومتي پلاوی پر درې ټکو راڅرخي – حنیف اتمر
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي حنیف اتمر ویلي، د خپلمنځی خبرو حکومتي پلاوی د خبرو په روان پړاو کې پر درې ټکو راڅرخي.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې حنیف اتمر خبریالانو ته د خبرو پرمهال ویلي، چې د افغانانو تر منځ د خبرو لومړی اختلافي ټکی د خبرو د ژر تر ژره پای ته رسیدو لپاره لار اوارول دي.
دوه یمه مسله د تاوتریخوالي کمول دي. دا د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده، چې باید ژر تر ژره پلی شي.
درېیمه مسله دا ده، چې د خبرو اترو پلاوي باید ژر تر ژره سیاسي هوکړې ته ورسیږي.
د ښاغلي اتمر په وینا؛ دا هوکړه باید په هېواد کې وینه تویدل ودروي او د ټولو ستونزو د حل لامل شي، چې جګړه پرې روانه ده.
ښاغلی اتمر دا مهال له ولسمشر سره د دوحې په دوه ورځني رسمي سفر کې مل دی.
