تازه خبرونه
د خپلمنځی خبرو پر اجندا اته کسیز پلاوي کار پیل کړی
په قطر کې د مرکچي پلاوي یو شمېر غړیو ویلي؛ د دواړو لوریو له خوا یو اته کسيز پلاوی جوړ شوی، چې د افغانانو د خپلمنځی خبرو پر اجندا بحث وکړي.
ضرار احمد مقبل، نادر نادري، فوزیه کوفي، خالد نور، مولوي بلیغ او معصوم ستانکزی د افغان حکومت د مرکچي پلاوي هغه غړي دي، چې د اړیکو ټینګولو لپاره غوره شوي دي.
د افغان حکومت د خپلمنځي خبرو اترو دغه پلاوي نن څرګنده کړې، چې خبرې به د دوشنبې پر ورځ پیل شي.
ټاکل شوې، چې دغه پلاوی به نن له غرمې وروسته له طالب استازیو سره پر تخنیکي مسایلو هم خبرې وکړي.
د اړیکو د دغې ډلې بحث به د خبرو پر څرنګوالي، د مرکچي پلاوي د مشورو پر پیل، د خبرو اترو اجندا او د خبرو پر مدیریت راوڅرخیږي.
که د اړیکو پلاوی د نن ورځې پر اجندا او نورو مسلو هوکړه وکړي؛ نو د حکومتي پلاوي او طالبانو ترمنځ خبرې به هم سبا دوشنبه د وږي ۲۴ د قطر په دوحه کې پیل شي.
