تازه خبرونه
د خپلې واکمنۍ د ساتلو لپاره به مسلمانانو ته د جګړې اجازه ورنهکړم – د اسلامي امارت رهبر
نوموړي د مسلمانانو پر یووالي او پیوستون ټینګار کړی او څرګندوي، چې مؤمنان باید یو وجود وي او د یو بل ملاتړ وکړي.
د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده په کابل پوهنتون کې د فرمانونو د اغېزو د څېړلو په اړه د علمي ـ څېړنیز کنفرانس ګډونوالو ته ویلي، د خپلې واکمنۍ د ساتلو لپاره به مسلمانانو ته د جګړې اجازه ورنهکړم.
نوموړي د مسلمانانو پر یووالي او پیوستون ټینګار کړی او څرګندوي، چې مؤمنان باید یو وجود وي او د یو بل ملاتړ وکړي.
آخوندزاده زیاته کړې؛ د فتنې د مخنیوي او د هغې د لارو د بندولو لپاره یې د اسلامي امارت مشري منلې او چمتو دی، چې د مسلمانانو د خوندي پاتې کېدا لپاره خپل ژوند قربان کړي.
نوموړي د دیني عالمانو پر رول هم ټینګار کړی او وایي؛ عالمان باید خلکو ته دین ورسوي، عامه افکار جوړ کړي او خلک د اسلامي امارت له تعریف او ماهیت سره بلد کړي.
هغه ویلي، د اسلامي امارت سیاست پر قرآن کریم او شریعت ولاړ دی او د امیر درناوی د رعیت درناوی دی.
همدارنګه آخوندزاده ویلي، د قصاص او شرعي حدودو فیصلې د ده له تنفیذي امر پرته نه تطبیقېږي او د اسلامي امارت له شتون پرته د شریعت پلي کول ناشوني دي.
په همدې کنفرانس کې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه راغلو یو شمېر جیدو دیني عالمانو هبتالله آخوندزاده ته د«شیخالاسلام» لقب ورکړ.