تازه خبرونه

د خیبر پښتونخوا په پېښور کې ۳۸۸۲ افغانان نیول شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت وايي، چې په دې صوبه کې پولیسو په تېرو درې میاشتو کې یوازې په پېښور کې دری زره اته سوه ۸۲ غیرقانوني افغانان او ۲۶۳ مجرمان د عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.

د پولیسو په وینا؛ د دغو عملیاتو په لړ کې لږترلږه ۴ تنه مجرمان له پولیسو سره په نښتو کې وژل شوي دي.

د پاکستانيو رسنیو د راپور له مخې، د پېښور د پولیسو سرچینو ویلي، چې په نیول شویو کسانو کې ۱۶ تنه مهم ترهگر هم شامل دي، چې د خلکو د وژلو پر سر یې پیسې ترلاسه کولې.

د پولیسو په ادعا له دغو شپاړس تنو سره ۳۰ لاسي بمونه، ۱۷ کیلو چاودېدونکي توکي، یوه اندازه مخدره توکي او په ملیونونو پاکستانۍ روپۍ هم کشف شوي دي.

سرچینې وايي، چې افغانان د خیبرپښتونخوا په ایالتي مرکز پېښور کې د غیرقانوني استوگنې په خاطر نیول شوي دي.

Trending

Exit mobile version