تازه خبرونه

د داخلي بې ځایه شویو په شمېر کې د تېر کال پر پرتله کموالی راغلی ـ مهاجرینو وزارت

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۰, ۱۴۰۱)

د مهاجرینو او راستنیدونکیو چارو وزارت ویلي؛ د داخلي بې ځایه شویو خلکو په شمېر کې د تېر کال په پرتله کموالی راغلی دی.

د دغه وزارت مرستیال څرګنده کړې؛ دا مهال د نغدي مرستو ترڅنګ خپلو اصلي سیموته د مهاجرینو د لېږد بهیر روان دی.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلا خروټی وايي، چې د تېرو جګړو له کبله خلک له خپلو سیمو او کورنو څخه بې ځایه شوي دي او اوس، چې په هېواد کې جګړه پای ته رسېدلې؛ یو شمېر بیځایه شوې کورنۍ خپلو سیمو ته تللي دي او د پاتې کورنیو د لېږدولو هڅې روانې دي.

بېځایه شوی عبدالرحیم وايي، چې د سړې هوا له کبله يې ژوند له ستونزو سره مخ شوی او تر اوسه ورسره هیڅ راز مرسته نده شوې.

نوموړي زیاته کړې؛ د واورې اورښت او سړې هوا د دوی لپاره ژوند ستونزمن کړی دی.

بې ځايه شوې رخشانه، چې دا مهال په کړکېچن حالت کې ژوند کوي وايي، چې له تېر يوه کال راپدیخوا د ژوند له سختو ستونزو سره مخ دي او د هیڅ  ملي او نړيوالو بنسټونو څخه یې هېڅ ډول مرستې تر لاسه کړې ندي.

د اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ تر څنګ سړې هوا په کیږدیو کې د اوسیدونکیو بیځایه شویو کورنیو ژوند نور هم تریځ کړی دی.

بې ځایه شوی حاجي رییس وايي، که د کار فرصت ورته برابر شي؛ وبه توانیږي، چې خپل ژوند په خپله سمبال کړي.

د کورنیو بیځایه شويو تر څنګ په بهر کې په ځانګړي توګه په پاکستان، ایران او ترکیه کې هم سلګونه زره  افغان مهاجرین اوسیږي. په دې هېوادونو کې افغان مهاجرین له سختو کړاوونو سره مخ دي او وخت نا وخته د کوربه هېوادونو د امنیتي ځواکونو لخوا د ناوړه چلند سره مخ کیږي. اسلامي امارت په وار وار د افغان مهاجرینو له کوربه هېوادونو غوښتي، چې له کډوالو سره انساني چلند وکړي.

Trending

Exit mobile version