تازه خبرونه

د دارالامان ماڼۍ بيارغونه پيل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د دارلامان ماڼۍ به په څلورو کلونو کې په بشپړه توګه ورغول شي او شپاړس نيم ميليونه ډالر به پرې ولګول شي.

 ولسمشر په ياده پرانيست غونډه کې وويل چې حکومت به ټولې تاريخي ماڼۍ ورغوي، ټينګار يې وکړ چې د ماڼۍ د بیارغونې سربېره حکومت ژمن دی چې ښاریانو ته ښه خدمتونه وړاندې کړي. د دارالامان ماڼۍ ټپي ټپي او په ګولیو او توپونو سورۍ سورۍ ده.دېوالونه یې لا ولاړ دي خو د ودانۍ په ټپي زړه کې د هېواد د تېرو څو لسیزو له تاوتریخوالي او شخړو ډک تاریخ خښ شوی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د دارالامان ماڼۍ د بیارغونې نا تمامې کیسې ته د پای ټکی ږدي.

ولسمشر غني وايي: “د دارالامان ماڼۍ، يوازې يوه لویه پروژه نه ده، بلکې داسې يو کار دی چې ترڅنګ يې ښاري معياري خدمتونه هم وړاندې کېږي.”

د دولت اجرایه رییس عبدالله عبدالله وویل: “اوس چې د دارالامان د ماڼۍ کار پرانستنه وشوه او پټۍ يې پرې شوه. افغانان به يو ځل بيا د عزت او وياړ احساس وکړي.”

اجرايي ريیس ډاکتر عبدالله عبدالله د دارالامان ماڼۍ د بیا رغونې په مراسمو کې زياته کړه چې په دې ماڼۍ کې سړی ته د عزت او ویاړ احساس لاس ورکوي.

د ښار جوړونې وزیر وايي چې د دغې ماڼۍ جوړېدل به څلور کاله وخت ونیسي او شپاړس اعشاریه پنځه میلیون ډالره لګښت پرې راځي.

د ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري زياته کړه:”د ولسمشر په لارښوونې سره به د دارالامان ماڼۍ د بيارغونې فني او تخنيکي چارې د ښار جوړولو، اطلاعات او فرهنګ وزارت او د چارو د ادارې د لوی رياست په مرسته ترتیب شی. دا پروژه به په پنځو پړاوونو کې په شپاړس نيم ميلیون ډالرو سره بشپړه شي.”

مسولین وايي چې دا ودانۍ به د امانیه دورې د هنر او معمارۍ په پام کې نیولو سره بیا ورغول شي او د لرغونو اثارو د خوندیتوب په لړ کې به د سیلانیانو پام هم ورته را واوړي.

Trending

Exit mobile version