سیمه ییز خبرونه

د دارالامان ماڼۍ بيا رغاونه له كورنيو عوايدو څخه داوطلبي ته وړاندې كيږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په نږدې راتلونكې كې به د دارالامان ماڼۍ بيا رغاونه د كابل ښاروالي له كورنيو عوايدو څخه په گټه اخيستنه داوطلبي ته وړاندې شي.

دا ماڼۍ، چې ډېر كلونه د افغانستان د پلازمېنې مشهور او تاريخي ځايونه ول او د دې ښار ښكلا يي زياته كړې وه په اويايمه لسيزه كې د تنظيمي جگړو پر مهال له منځه ولاړل.

كابل ښاروال  محمديونس نوانديش وايي، د دې تاريخي ماڼۍ د بيا رغاونې لپاره دېرش ميليون يورو ته اړتيا ده.

له دې سره په يوه وخت كابل ښاروال وايي، د تاج بيگ او چهلستون ماڼيو د رغاونې او بيا رغاونې لپاره هم هڅې روانې دي.

ښاغلى نوانديش زياتوي، چې خلكو ته د ماڼيو په بيا رغاونه كې د مرستو د وړانديز له كبله لږې پيسې ټولې شوي؛ خو دا يو نوى فرهنگ دى او خلك پخپله د ښار په بيا رغاونه كې ځانونه شريكوي.

دارالامان ماڼۍ د امان الله خان په واكمني كې د الماني مهندسانو له خوا جوړه شوه او دا ځل  هم يو الماني شركت وړاندوينه كړې، چې د دې تاريخي ماڼۍ بيا رغاونه دېرش ميليون يورو ته اړتيا لري.

Trending

Exit mobile version