تازه خبرونه

د داعش د له منځه وړلو له پاره باید ستر قدرتونه په ګډه کار وکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا د استخباراتي ادارې پخوانی رییس وایي، د داعش ګواښ باید جدي ونیول شي. هغه له امریکا، روسیې او اروپا وغوښتل چې له داعش سره ګډه مبارزه وکړي.

جنرال مایکل فلین د امریکا د پوځي استخباراتو د ادارې پخوانی رییس ټینګار کړی، چې ورانکاره داعش ډلې د ماتولو له پاره امریکا، روسیه او اروپایی ټولنه باید ګډ کار وکړي، معلومات شریک کړي او خپل سیاسي اختلافات یوې خوا ته پریږدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایی، افغان ځواکونو ته د زدکړو او سلا مشورو د ماموریت هدف یوازې له طالبانو سره مبارزه نه ده، بلکې د داعش په څیر له نورو ډلو سره هم مقابله ده، چې په افغانستان کې ځان ته د خوندي پناه ځایونو د جوړولو هڅه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال مارک تونر وایي؛ مونږ له افغان ځواکونو سره کار کوو، چې وړتیاوې یې په جګړه کې په ټولیز ډول ښې شي. مونږ هغوی روزو، چې نه یوازې د طالبانو له بریدونو سره مقابله وکړي، بلکې د داعش په څیر له ټولو هغو ترهګرو ډلو سره مقابله وکړي، چې غواړي د خپلو فعالیتونو له پاره خوندي پناه ځای جوړ کړي.

د امریکا دفاع وزیر سوریه او عراق داعش سرطاني دانې سرچینه بولي او د افغانستان په څیر هېوادونو کې د داعش د هستې د له منځه وړلو له پاره د عملیاتو د چټکتیا خبره کوي.

د امریکا دفاع وزیراشتون کارتر وایي، مونږ اړتیا لرو، چې داعش په هغه ځای کې مات کړو، چې د دغې سرطاني دانې د را منځته کیدو ځای دی. همدا راز مونږ اړتیا لرو، چې داعش د افغانستان په څیر په هغو ځایونو کې هم مات کړو، چې دغه سرطاني دانه په کې پراخه شوې ده. تېروتنه مه کوئ؛ مونږ به داعش ته ماتې ورکړو، زه بشپړ ډاډ لرم.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د کورني امنیت خپرونې لیکلي چې: داسې ښکاري، چې د امریکا ولسمشر د افغانستان پر جګړې تمرکز له لاسه ورکړی او بل دولت ته د دغې جګړې د سپارلو له پاره چمتووالی نیسي.

خلریال: فهیم نوري

Trending

Exit mobile version