تازه خبرونه

د داعش پدیده ۹۸ سلنه ځپل شوې او پدې اړه د ایران اندېښنې بې ځایه دی

Published

on

د افغانستان کورنیو چارو وزارت د داعش د شتون په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي، چې د داعش پدیده ۹۸ سلنه له منځه تللې او نور جدي ګواښ نه ګڼل کیږي.

دغه وزارت تېره شپه (د غویی ۶ / د اپریل ۲۶ ) په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې په هېواد کې مو داعش نومې پدیده ۹۸ سلنه ځپلې، له منځه وړې او اوس کوم ګواښ ندی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت ځواکونه اوس هم پدې هڅه کې دي، چې د دوی وروستۍ پاتې کوډلې هم له منځه یوسي او شومې هڅې یې بربنډې او ناکامه کړي. په اړه یې د ګاونډ هېوادونو اندېښنې ناسمې دي.

د یادونې ده، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده د دوشنبې پر ورځ ویلي وه؛ د اسلامي امارت حکومت د امنیت د تامینولو توان نلري او ایران چمتو دی، چې د ترهګرو ډلو په ځانګړي توګه د داعش پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپلې تجربې له افغان حکومت سره شریکې کړي.

Trending

Exit mobile version