تازه خبرونه
د داعش پر وړاندې په مبارزه کې له طالبانو سره همکاري شونې ده – امریکا
د امریکا لوی درستیر جنرال مارک میلي ویلي، چې د داعش خراسانۍ ډله په افغانستان کې یو خطر دی او که پرې د برید اړتیا رامنځته شوې؛ نو له طالبانو سره به د همغږۍ له مخې وځپل شي.
نوموړي د چارشنبې پر ورځ ماسپښین مهال په یوه لنډه خبري ناسته کې د ترهګرۍ پر ضد له طالبانو سره د همکارۍ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې څرګنده کړې، چې هو! دا شونې ده.
د امریکا پوځي افسرانو دا هم ویلي، چې له زندانونو څخه د طالبانو د پرېکړې له مخې ټول هغه زندانیان خوشې شول، چې په افغانستان کې امریکا د شل کلنې جګړې پر مهال نیولي وه. دغه راز د داعش خوشې شوي دوه زره جنګیالي بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي.
د داعش ډله پر ۲۰۱۴ کال په عراق او سوریه کې راپورته شوې او خراسانۍ څانګې یې تېره اوونۍ د کابل له هوایي ډګره بهیر د چاودنې پړه پرغاړه واخیسته، چې په کې د ۱۳ امریکایي سرتېرو په ګډون سلګونه افغانانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.
د امریکا پوځي او اداري چارواکو په وروستیو درې اوونیو کې له طالبانو سره د همغږۍ له مخې ۱۲۴۰۰۰ کسان له کابل هوایي ډګره وویستل، چې دا مو د همغږۍ کچه ښیي.
جنرال میلي ویلي: په جګړه کې د عملیاتو او ځواکونو ته د زیانونو د مخنیوي لپاره مونږ هغه څه کوو، چې باید ترسره یې کړو؛ نه هغه څه، چې غواړو او ترسره کول یې خوښوو.
له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته امریکایي چارواکي په پرله پسې توګه په افغانستان کې د داعش د حضور په تړاو څرګندونې کوي او وایي، چې د داعش د ځپلو په مبارزه کې به له طالبانو سره مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا پوځ د ۲۰۰۱ زېږدیز د اوکتوبر پر ۷ د شپې له ۱۲ بجو وروسته پر افغانستان یرغل وکړ او د طالبانو حکومت یې شمالي ټلوالې ته وسپاره او ځینو څرګندونو له مخې یې په ټوله ۲۰ کلنه جګړه کې ۲۵۰۰ ځواکونه او ۲۴۰۰۰ افغانانو ته ځاني زیانونه ورسول.