سیمه ییز خبرونه

د دالرو ليلام به د افغانۍ د ارزښت له ساتلو سره دوامداره مرسته نه شي كولى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كابل پوهنتون استاد سيد مسعود په دې باور دي، چې له تېرو دوه مياشتو راهيسې افغانۍ د بهرنيو اسعارو په ځانگړي توگه د دالرو په وړاندې خپل ثبات له لاسه وركړى.

د شهزاده سراى د صرافانو د ټولنې رييس نجيب الله اختري وايي:

له امريكا سره د افغانستان د امنيتي تړون د مسئلې ترينگلي كيدو، افغانۍ نوره هم بې ثباته كړې ده.

د نوموړي په وينا، په تېره اوونۍ كې يو دالر په اته پنځوس افغانۍ هم تبادله شو.

د ښاغلي مسعود په وينا، په بازار كې د يو سل و پنځوس ميليون دالرو ليلام يو شمېر فرصت طلبو كسانو ته نهه سوه ميليون افغانۍ گټه په لاس وركړې ده، چې زور يې له عادې وگړيو وځي.

د افغانستان بانك مسوولينو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د دوى په وينا، كه له امريكا سره د افغانستان د امنيتي تړون مسئله حل شي، افغانۍ به ثبات پيدا كړي.

Trending

Exit mobile version