تازه خبرونه

د دالرو په وړاندې د افغانیو را لویدو د خوراکي توکو بیې لوړې کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بهرنیو اسعارو په ځانگړې توگه د دالرو په وړاندې د افغانۍ را لویدو د خوراکي توکو بیې لوړې کړي دي.

له څو میاشتو را په دیخوا افغانۍ د دالرو په وړاندې په بې ساري توگه را لویدلې او همدې ستونزې اوس د خوراکي توکو بیې پورته کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له څو مودې را پدې خوا د دالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت کم شوی دی. بلخوا دوکانداران وایي، د دالرو د بیې لوړوالي د خوراکي توکو پر بیو ناوړه اغېزه کړې او د خوراکي توکو په بیو کې ۳۰ سلنه لوړوالی راغلی دی.

خلک هم له دې حالته اندېښنه ښکاره کوي او وایي، دوی په ډېر بد اقتصادي وضیعت کې ژوند کوي.

د دالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت په داسې حال کې لوړیږي، چې مخکې له دې د افغانستان بانک ویلي وه د دالرو ارزښت د افغانیو په وړاندې زیات شوی؛ خو پر خوراکي توکو یې ډېر زیات اغېز نه دی کړی.

خبریاله: نبیله حفیظي.

Trending

Exit mobile version