تازه خبرونه
د دالرو په وړاندې د افغانۍ د رالویدو مساله د اندېښنې وړ نه ده
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د افغانستان بانک مسوولین وایي، د دالرو په وړاندې د افغانۍ د رالویدو مساله د اندېښنې وړ نه ده.
په وروستیو میاشتو کې د هرې ورځې په تېرېدو افغانۍ د دالرو په وړاندې را لویږي، چې د افغانستان بانک د رییس په وینا، ټولیز علتونه یې په بازار کې الرو ته زیاته تقاضا، له افغانستان سره د نړیوالو له خوا د مرستو کمی او د نړیوالو ځواکونو وتل دي.
اقتصادي کارپوهان روان وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وایي، افغانستان بانک یې په وړاندې هیڅ تدابیر نه لري.
خبریال:اسلم حجاب.