1393ټاكنې
د داکترعبدالله عبدالله د ستونزې حل ته دې یوه گده کمیته رامنځته شي- تيفا
تیفا یا د افغانستان د رڼو ټاکڼو بڼسټ وایي، د ټاکڼو خپلواک کمیسیون او داکتر عبدالله عبدالله ترمنځ د رامنځته شوې ستونزې د حل لپاره باید یوه گده کمیته رامنځته شي.
شریف الله ویاند گزارش وركوي، چې د ټاکڼو له پای ته رسیدو سره سم په دې بهیر کې د درغلیو او لاسوهنو موضوع هم مطرح شوه.
په دې منځ کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند داکترعبدالله عبدالله د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون د بېباورۍ خبره مطرح کړه او له یاد کمیسیون سره يې د خپلو ټولو اړیکو په ځنډولو،خپل څارونکي د رای شمېرنې له بهیره راوویستل.
تیفا یا د افغانستان آزادو او عادلانه ټاکنو بڼسټ رییس محمدنعیم ایوب زاده د آریانا نیوز تلویزیون له پس از خبر خپرونې سره په مرکه کې د نوماندانو د قناعت او د ستونزې د حل لپاره دا وړاندیز لري:
د ټاكنو خپلواك کمیسیون پخپله د قضیې د یو اړخ په توگه اوس مطرح دی، نو، ځکه باید یوه جلا کمیته رامنځته شي، چې د نوماندانو قناعت ته زمینه برابره شي.
ښاغلی ایوب زاده د ولسمشریزو ټاکنو له نوماندانو څخه غواړي، چې د ټاکنو بهیر له اوږدولو دې ډډه وکړي.
نوموړی دا حالت د افغانستان په گټه نه بولي.
وړاندې له دې د افغانستان د شفافو ټاکڼو بڼسټ د ټاکنو له خپلواک کمیسیون غوښتي ول، چې د نوماندانو قناعت دې ترلاسه کړي.
دا بڼسټ د ټاکڼو بهیر له بریالیتوب، شفافیت او عدالت سره تړلې بولي.