سیمه ییز خبرونه
د داکتر عبدالله د ټاکنیز تیم څارونکي او استازي د پلټنې بهیر ته راوگرزیدل
د ولسمشرۍ د نوماند داکتر عبدالله عبدالله ټاکنیز دفتر اعلام کړه، چې د دغه تیم څارونکي او استازي د پلټنې بهیر ته راگرزیدلي او سر له نن( دوشنبه د زمري۱۳) څخه دا بهیر څاري.
د عبدالله د تیم یوویاند مجیب الرحمن بخدي خبري آژانس ته په خبرو کې په ډاگه کړې، چې د ملگرو ملتونو له استازیو سره د پرېکړې پربنسټ د دې تیم ځارونکي د رایو د بیا پلټنې له بهیر سره یوځای شوي دي.
د ملگرو ملتونوسیاسي څانگې(یوناما) تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو اعلامکړه، چې د داکتر عبدالله عبدالله ځینې غوښتنې د پاکو او ناپاکو رایو د بېلولو لړلیک ته وردننه شوي او په همدې لامل به د رایو د بیا پلټنې بهیر ته راوگرزیږي.
د داکتر عبدالله ډله د
دغه تیم د ټاکنیز کمیسیون کاري بڼه او په رایو کې د هر اړخیزې پلټنې د نشتون پر لامل وتی و.
دغه رازد آریانا نیوز خبریال د ټاکنو خپلواک کمیسیون له اړوند گدام څخه گزارش ورکوي، چې د ښاغلي داکتر عبدالله د تیم څارونکي نن سهار کمیسیون ته راغلل او له لنډې لارښوونې وروسته د څارنې بهیر ته وردننه شول.
د یادونې وړ ده، چې تطره ورځ دې کمیسیون ډاډ څرگند کړ، چې بیا به دغه بهیر ونه ځنډول شي.