تازه خبرونه

د دایکندي نجونو د موترسایکل ځغلونې ننداره وړاندې کړه

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۷, ۱۳۹۹)

د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو د ۱۶ ورځني کمپاین په ویاړ تېره ورځ (یکشنبه د لیندۍ ۱۶) د دایکندي ولایت په مرکز کې د نجونو موترسایکل ځغلونې خخداره ترسره شوې ده.

د دغه ولایت ځایي چارواکو ویلي؛ د دې ولایت د شهرستان، میرامور او نیلي ولسوالیو څخه د موترسایکل ځغلونې ۱۰ نجونو په دې ننداره کې برخه اخیستې وه.

چارواکو زیاته کړې؛ دا ننداره د ولایتي ادارې لخوا د اکسفام موسسې په همکارۍ د موتر سایکل سپرو نجونو په ملاتړ جوړه شوې وه او موخه یې په ټولنه کې بدو رواجونو ته نه ویل دي.

نندارچیانو له دې نندارتون هرکلی کړی او له کورنیو یې غوښتي، چې خپلو لوڼو ته د موترسایکل ځغلونې  اجازه ورکړي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت تېره میاشت ویلي وه، چې په تېر کال کې  د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی ۲۵۸۲ پېښې ثبت شوې وې.

Trending

Exit mobile version