سیمه ییز خبرونه
د درملو خپلسرې كارول د سترگو فشار لوړوي
د سترگو د ناروغۍ يو شمېر څانگوال(متخصيصان) وايي:
د درملو خپلسرې او بې نسخې كارول د سترگو فشار لوړوي او دا چاره په افغانستان كې په يوه فرهنگ اوښتې ده.
په نور روغتون كې د هغو كسانو درملنه كيږي، چې د سترگو له ناروغۍ كړيږي. دغلته په زيات شمېر كې هېواد وال د خپلو سترگو معاينات كوي.
د نور روغتون اداري مسوول نثار امان زاده وايي:
هره ورځ له سلو ډېر كسان د درملنې لپاره دغلته راځي.
د دوى په وينا، يو شمېر شكايت كوي، چې د سترگو ليد يي كمزورى شوى. د يو شمېر سترگو د ككړې هوا له كبله حساسيت كړى. د ځينو سترگې؛ ځكه كمزورې شوي، چې عمرونه يي لوړ شوي او يا هم د ويټامينونو له كمښت سره مخ دي. ځينو بيا خپلسري درمل خوړلي او ړانده شوي دي.
د سترگو د داكترانو ټولنې رييس رشاد صديقيار وايي:
په خپلسري توگه د خلكو له خوا د درملو كارول د اندېښنې وړ دي. دوى هغو كسانو ته، چې په خپلسر درمل كاروي، خبردارى وركوي چې ړانده به شي.
د سترگو د ناروغيو متخصص نجيب الله عثماني بيا له كورنيو غواړي، چې خپل ماشومان د پلاستيكي تومانچو له اسفادې منع كړي.
دى وايي، په يوه مياشت كې د څه باندې سل ماشومانو د ړنديدو پېښې ثبت شوي دي، چې دا ټول ماشومان د پلاستيكي تومانچو پر گوليو ړانده شوي دي.
د سترگو داكتران خبردارى وركوي، چې كه هوا نوره هم ككړه شي، د ړنديدو خطر به د افغانستان خلك وگواښي.
د دغو داكترانو په وينا، د سترگو د حساسيت زياتره پيښې له ككړې هوا څخه را منځته كيږي.