تازه خبرونه

د درو وهلو په اړه د م. م د بشري حقونو د دفتر د ویاندې څرګندونې اسلام ته سپکاوی دی

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت ویاند د جمعې پر ورځ د درو وهلو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر د ویاند څرګندونې په کلکه وغندلې او وایي، چې په دې اړه څرګندونې یې اسلام ته سپکاوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ویاندې روینا شمداساني د جمعې پر ورځ په یوه بیان کې ویلي، چې دا اداره د چارشنبې پر ورځ په لوی ډګر کې د لوګر ولایت د ۱۴ کسانو پر دورو وهلو خواشینې کړې او د دې غوني ځیږوونکې سزا د سمدلاسه درولو غوښتنه کوي.

په بیان کې زیاته شوې؛ د بدني وهلو جزا د ظالمانه، غیر انساني له سپکاوي ډکې یا شرموونکي چلند یا مجازاتو یوه بڼه ده، چې د ځورونې او نورو ظالمانه، غیر انساني یا سپکاوي چلند یا مجازاتو او د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال میثاق له مخې منع شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه بنست د څرګندونو په غبرګون کې په ډاګه کړې، چې دا څرګندونې اسلام ته سپکاوی او له نړیوالو اصولو سرغړونه ده.

مجاهد تویت کړی: د افغانستان اسلامي امارت د اسلام مبارک دين د جزا قانون د تطبيق په اړه د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د عالي کمیشنرۍ د وياندې او د نورو غربي هېوادونو نمایندګانو څرګندونې، چې د دُرو وهلو مجازات يې په کې غير انساني، ظالمانه او توهينوونکي بللي؛ د اسلام مبارک دين  بې احترامي او د نړيوالو صولو مخالفت بولي.

نوموړي زیاته کړې: هېوادونه او سازمانونه بايد اجازه ور نکړي، چې د دوی له ادرس څخه مغرض اشخاص د اسلام مبارک دين يا احکامو په اړه غيرمسوولانه او پاروونکې څرګندونې وکړي.

د یادونې ده، چې افغانستان د دغو دواړو بنسټونو غړیتوب لري.

Trending

Exit mobile version