سیمه ییز خبرونه

د درې ماده ییزې اعلامیې لاسليک خلک هیله من کړي دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د دواړو کاندیدانو تر منځ د درې ماده ییزې اعلامیې لاسلیک خلک او مدني بنسټونه هیله من کړي دي.

د ټاکنیزو لانجو په حل کې اوس جان کېري ته د یوه مهم لوبغاړي په سترګه کتل کېږي، له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې د دوهم ځل لپاره نوموړی کابل ته راغی، چې خلک یې هیله من کړل.

سیاسي کارپوهان نصرالله ستانکزی او امین فرهنګ د درې ماده ییزې اعلامیې لاسلیک او د ملي یووالي د دولت د جوړېدو پرېکړه، چې دواړو کاندیدانو پرې هوکړه کړې، د جان کیري له لاسته راوړنو بولي.

د مدني ټولنې د فعالانو په وېنا، افغانستان په برخلیک ټاکونکي او جنجالي حالت کې دی، او جان کیري باید د فشار په راوړلو سره نور د تفتیش پروسه له اوږدېدو را خلاصه کړي.

د مدني ټولنې د مجتمع رئیس عزیز رفیعي او د مدني شبکې او بشر د حقونو د شبکې رئیس نعیم نظري په دې عقیده دي، چې که د کاندیدانو له خوا شوې هوکړې عملي نه شي، افغانستان به د بدمرغیو په کنده کې ولوېږي.

د دې ټولو جنجالونو په لړ کې جان کېري کابل ته د خپل دوهم سفر په لړ کې له ولسمشر حامد کرزي سره هم وکتل.

ولسمشر په دې کتنه کې ټینګار وکړ، چې د تفتیش پروسه باید د همدې میلادي میاشتې په اوږدو کې پای ته ورسېږي څو نوی ولسمشر لوړه پر ځای کړي او چارې په عادي توګه پر مخ ولاړې شی.

د ولسمشرۍ کاندیدان هم هیله من دي، چې د روانې میلادي میاشتې تر پایه د رایو د تفتیش پروسه پای ته ورسېږي.

Trending

Exit mobile version