پرمختګ او بشپړتیا

د درې ولایتونو لپاره د۹۰ کرنیزو کانالونو تړونونه لاسلیک شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزیر لخوا کابل، پروان او لوګر ولایتونو ته د ۹۰ کرنیزو کانالونو تړونونه د محلي شوراګانو له استازیو سره لاسلیک شول.

 د کلیو پراختیا او بیارغاوني وزیر نصیر احمد دراني وايي، په کابل، لوګر، پروان ولایتونو کې د کرنې او کانالونو د رغاوي او بیا رغاونې لپاره یو میلیارد او پېنځه سوه پېنځه شپېته میلیون افغانۍ ځانګړي شوې دي.

د نوموړي په وینا؛ په دې پروژه کې به ۳۳۲ کیلو متره کانالونه بیا رغیږي او په شپږ میاشتو کې به ګټې اخستنې ته وسپارل شي.

هغه زیاتوي، چې پر دغو کانالونو به ۶۴۹۶ هکتاره ځمکه خړوبه شي.

د ده د څرګندونو له مخې؛ دا پروژه د ملګروملتونو د کرنې نړیوال صندق پر مالي ملاتړ تر سره کیږي.

ښاغلی نصیر احمد دراني په ډاګه کړې، چې د کابل، لوګر او پروان ولایتونو لپاره له یومیلیارد ډېرې پیسې ځانګړي شوي؛ خو اوس مو د نويو پروژو لګښت ۶۶۲  میلیو ن افغانۍ کیږي.

ښاغلی د رانی زیاتوي، چې تر راتلونکې میاشت به مو د هېواد په کچه د ولسي تړون پروګرام هم پیل شي او هغه شپږ ملي پروګرامو نه، چي د ولسي تړون له لاري پلی کیږي ټولې تیارۍ ور ته نیول شوې دي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version