تازه خبرونه

د دشت برچي اوسیدونکيو سیمې ته د ام اس اف د راستنېدو غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۳, ۱۴۰۰)

د دشت برچي پر ۱۰۰ بستریز روغتون له خونړي برید یو کال تېریږي، چې په کې د میندو او ماشومانو په ګډون روغتیایي کارمندانو ته درنده مرګ و ژوبله اوښتې وه.

د دشت برچي د خلکو په ګډون افغانان به دا برید هیڅکله هېر نکړي؛ ځکه په دې برید کې د میندو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان ول.

له برید وروسته هغو بې پولې  ډاکټرانو، چې د دشت برچي ۱۰۰ بستریز روغتون د زېږون څانګه یې اداره کوله، له روغتون څخه د وتلو پرېکړه وکړه او دا کار د برچي خلکو ته ټکان ورکوونکی او مایوسوونکی و.

ایم ایس اف په خپله اعلامیه کې څرګنده کړې، چې د دوی کارمندان په افغانستان او د نړۍ په کچه د پېښې د قربانیانو له کورنیو او قربانيانو سره په غم کې ځان شریک بولي او له هغو هزاره ګانو ته خپله خواخوږي څرګندوي، چې اوس هم د هغې ورځې فزیکي او رواني پایلو له کبله ټپی شوي دي.

مونږ هیله من یو، چې هیڅ کومه کورنۍ د خوښیو په شېبو کې دغه راز وحشيانه تراژیدي بیا ونه ویني.

د بې پولې ډاکټرانو د عملیاتي څانګې ډاکټرې مدیرې ایزابل دفورني ویلي؛ له برید څو اوونۍ وروسته مونږ له برچي څخه د وتلو لپاره سخته پرېکړه  وکړه. مونږ پوهیدو، چې له وتلو وروسته ډېرې اړتیاوې رانه پاتې کیږي.

هغې زیاته کړې: د سیمې ځایي میرمنو ته زمونږ د زېږنتون څانګه اړینه وه؛ له ۲۰۰۹ کال راپدیخوا دلته ۱۶۰۰۰ ماشومان زېږیدلي دي؛ خو مونږ نشو کولی، چې له هغې پېښې ورړوسته خپلې هڅې روانې وساتو.

د سیمې یو اوسیدونکي احمد تمیم د ام اس اف له کارمندانو څخه د مننې تر څنګ ویلي: خلک به هیڅکله د دشت برچي د ام اس اف د کارمندانو پېرزوینې  او د روغتون د دغې څانګې تړل کېدل هیڅکله هېر نکړي. د دغه روغتون تړل کېدو ټول حیران، بېوسه او خواشیني کړل.

هغه زیاته کړې: ټولو خلکو هیله درلوده، چې له برید وروسته به په دې  بدمرغه او څنډې ته شوې سیمې اوسیدونکیو ته به خپله همکاري روانه وساتئ؛ خو  په خواشینۍ، چې ستاسې وتل د خلکو لپاره یو بل غم و.

د دشت برچي اوسیدونکي له دې ټولنې څخه دغې سیمې ته د راستنېدو غوښتنه کوي.

دغه راز افغان ژورنالیسته سکینه امیري ویلي، چې د دشت برچي روغتون د تېر کال له مرګوني برید وروسته روغتیايي پاملرنې ته سخته اړتیا لري.

ښاغلې امیري په خپلې یوې یادونه کې څرګنده کړې: همدا د برچي په ۱۰۰ بستریز روغتون کې د ټولو څانګو روغتیايي خدمات د مشورې ورکولو تر کچې راټیټ شوي، چې یوازې بیړنیو ناروغانو ته د دردونو د کمولو درمل ورکول کیږي.

هغې دا هم ویلي، چې روغتون یوازې معمولي زیږون ترسره کوي.

نوموړې د ام اس اف له ډاکتذانو غوښتي؛ مهرباني وکړئ هغو خلکو ته بیا هم خپل روغتیایي خدمات وړاندې کړئ، چې د خوړلو لپاره ډوډس نلري. د کابل په لویدیځ کې د زېږون څانګه د زرګونه میندو د اړتیاوو پوره کوونکې وه او ده.

دغه ۱۰۰ بستریز روغتون د دشت برچي په یوه سیمه کې پروت دی، چې د روانې اوونۍ په پیل کې د نجونو ښوونځي زدکوونکې له درې چاودنو سره مخ شوې او لږ تر لږه ۸۷  زدکوونکې په کې ووژل شوې او ۲۰۰ نور یې ټپیان کړل.

تر دې دمه کومې هیچا د برید مسوولیت ندی منلی. حکومت طالبان تورنوي، چې په برید کې یې لاس درلود؛ خو طالبانو په کې لاس لرل رد کړي او ایران په دې برید کې داعش جنګیالیو ته ګوته نیسي.

Trending

Exit mobile version