تازه خبرونه

د دفاع، کورنیو چارو او کلیو پراختیا وزارتونو نوي چارسمبالي معرفي شول

Published

on

ولسمشرۍ څرګنده کړې؛ د ولسمشر اشرف غني د بېلابېلو احکامو له مخې د هېواد دفاع، کورنیو چارو او د کلیو او پراختیا وزارتونو ته نوي چارسمبالي وروپېژندل شول.

ولسمشرۍ زیاته کړۍ، چې د دفاع وزارت لپاره ستر جنرال بسم الله محمدي، کورنیو چارو وزارت ته جنرال عبدالستار میرزکوال او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ته حیات الله حیات د سرپرست وزیرانو په توګه ټاکل شوي دي.

د دغو احکامو له مخې؛ په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ته سپارښتنه شوې، چې ملي شورا ته یې وروپېژني.

دغه راز د پوهنتون استاد مجیب الرحمن کریمي د ولسمشر د فرمان له مخې، په پراختیایي او بېخبنایي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار ټاکل شوی دی.

Trending

Exit mobile version