سیمه ییز خبرونه

د دفاع وزارت د صحې څانګې چارواكي له خپلو دندو ناوړه استفاده كوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د مشرانو جرګې د شكايتونو كميسيون وايي، د ملي دفاع وزارت چارواكي په فساد كې ښكېل دي.

د مشرانو جرګې د شكايتونو د اورېدو كميسيون ادعا كوي، چې د ملي دفاع وزارت روغتيايي برخه په اداري فساد كې ښكېل دي.

د دغه كميسيون رئيس زلمى زابلى وايي، له هغه وروسته، چې د دفاع وزارت د صحي برخې يو شمېر ډاكټرانو او متخصصينو د دغه څانګې د مشر د ناوړه استفادې په اړه شكايت وكړ دوى يوه پلاوى وګوماره، چې دا موضوع وڅېړي او د څېړنو تر بشپړتيا وروسته يې د ملي دفاع وزارت له رهبرۍ وغوښتل، چې د دغه وزارت د روغتيا برخې مشر ډاكټر موسى وردګ له دندې لېرې كړي، خو تر اوسه دغه وزارت په دې اړه هېڅ نه دي كړي.

هغه همدارنګه وايي، له دې ښكاري، چې د وزارت چارواكي هم د فساد ملاتړ كوي.

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي په دې اړه له څه ويلو ډډه كوي او هڅه مو وكړه، چې په دې اړه د ملي دفاع  وزارت د صحي برخې د مشر نظر ترلاسه كړو خو بريالي نه شوو.

Trending

Exit mobile version