تازه خبرونه
د دفاع وزارت چارسمبالي د قطر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره وکتل
د ملي دفاع وزارت وياند ويلي، چې د دفاع وزارت چارسمبالي محمد يعقوب مجاهد نن (پنجشنبه د غبرکولي درېیمه ) په کابل کې د قطر د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال محمد بن عبدالعزيز الخليفي سره وکتل.
د دفاع وزارت ویاند عنايت الله خوارزمي څرګنده کړې، چې په دې کتنه کې محمد یعقوب مجاهد په هېواد کې د وروستۍ زلزلې او سېلاب له زیانمنو کسانو سره د قطر له بشري مرستو مننه وکړه.
د خبرپاڼې له مخې؛ مجاهد دغه راز له قطر سره د اړیکو پر پیاوړتیا او د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.
ویل کیږي، چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د افغانستان خلکو ته د دوستانه اړیکو د ټینګښت او په بېلابېلو برخو کې د ډېرو نورو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
