تازه خبرونه
د دفاع وزارت چارسمبالی قطر ته ولاړ
نن (یکشنبه د کب ۱۳) د ملي دفاع وزارت چارسمبالی محمد یعقوب مجاهد قطر ته روان شو.
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په خپله یوه پاڼه کې لیکلي، چې له نوموړي سره د ملي دفاع وزارت ستر درستیز محمد فصیح الدین فطرت هم مل دی.
هغه زیاته کړې، چې له قطري چارواکو سره به د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي او د هغه هېواد ددفاعي ډیمډیاکس Dimdex Defence په نندارتون کې هم ګډون وګړي.