تازه خبرونه

د دفاع وزیر موټرچلوونکی له خپل ۵ کلن زوی سره وژل شوی

Published

on

د دفاع وزارت بریدمن محمد افضل او د هغه پېنځه کلن زوی د جمعې پر شپه( د سلواغې ۲۴) د کابل ښار د څلورم مکروریان د ۸ بلاک  په خپل کور کې وژل شوي، چې دغه پېښه پولیسو د یکشنبې پر ورځ تائید کړه.

د لومړنيو راپورونو له مخې؛ افضل د دفاع وزیر اسدالله خالد یو موټر چلونکی و؛ خو یاد وزارت تر دې دمه دا پېښه تایید کړې نده.

له پېښې خبرو سرچینو ویلي؛ د افضل او زوی د وژنې پر مهال یې میرمن او لور په کور کې نه ول.

یوه امنیتي ساتونکي ویلي، چې د قرباني سر پر مرمۍ ویشتل شوی او پولیسو د افضل استوګنځی بند کړی دی.

افضل د کاپیسا ولایت اوسیدونکی و او د څلورم مکریان په اتم بلاک کې یې له خپلې میرمنې، زوی او لورکۍ سره ژوند کاوه.

د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ پر پېښه څېړنې روانې دي او پولیس داهم نه وایي، چې وژل شوی کس پوځي و.

د یادونې ده، چې له سیمه ییزو پولیسو پرته کوم بل چارواکي پدې اړه څه ندي ویلي او نه هم تر دې دمه د پېښې مسوولیت ته چا غاړه ایښې.

Trending

Exit mobile version