بلخ @ps
د دهنه غوري پسې به طالبان د بغلان ولايت مركز هم ونيسي!
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د بغلان د ولايتي شورا يو شمېر غړي وايي، د دهنه غوري ولسوالۍ پسېبه طالبان د بغلان ولايتمركز پلخمري او د دغه ولايت نورې ولسوالې هم ونيسي.
د بغلان ولايتي شورا غړىعبدالولي راجي وايي، اتلس رنجرموتر او اووه ټانكونه او په ډېر شمېرمهمات وسلوالو طالبانو ترلاسه كړي، چې د شمال امنيت ګواښي.
د بغلان والي عبدالستار بارز وايي، نوي ځواكونه پلخمري ته رارسيدلي او د دهنه غوري ولسوالي به بېرته له وسلوالو ونيسي.
هغه دغه راز وايي، د امنيتي ځواكونو د شاته تګ او د ولسوالي سقوط به د يوه كميسيون له خوا وڅېړل شي.
ځينو سرچينو آريانانيوز ته ويلي، چې سلګونه كورنۍ د وېرې له امله سمنګان ولايت، تاله او برفك او دوشي ولسواليو ته تللي دي او د سلپه شاوخوا كې دوكانونه سوځول شوي دي.
خبریال: محمد ذاکر نوري