نړۍ

د دوبۍ – تل‌ابیب په الوتنه کې د الوتکې غورځولو هڅه؛ مسافرو یې مخه ونیوله

د رویټرز راپور ښیي؛ د پیلوټ او مرستیال پیلوټ ناندرې او شخړه هغه مهال پیل شوه، چې مرستیال پیلوټ د الوتکې پیلوټ پر چاړه ټپي کړ او الوتکې له ۳۰ ثانیو څخه په لږ وخت کې شاوخوا ۱۴ زره فوټه ارتفاع له لاسه ورکړه.

Published

on

اسرائیلي چارواکو ويلي، د فلای‌دوبۍ یوې الوتنې مسافرو او عملې د چارشنبې پر ورځ د مرستیال پیلوټ له‌خوا د الوتکې د غورځولو هڅه شنډه کړه او الوتکه له بېړني حالت وروسته د سعودي عربستان په تبوک ښار کې خوندي کښېناسته.

د رویټرز راپور ښیي؛ د پیلوټ او مرستیال پیلوټ ناندرې او شخړه هغه مهال پیل شوه، چې مرستیال پیلوټ د الوتکې پیلوټ پر چاړه ټپي کړ او الوتکې له ۳۰ ثانیو څخه په لږ وخت کې شاوخوا ۱۴ زره فوټه ارتفاع له لاسه ورکړه.

اسرائیلي چارواکو زیاته کړې؛ یو شمېر مسافر او د الوتکې د عملې غړي د پیلوټانو خونې ته ننوتل او مرستیال پیلوټ یې مهار کړ. په همدې حال کې د فلای‌دوبۍ دوه نور پیلوټان، چې په الوتکه کې موجود ول، د الوتنې کنټرول تر لاسه کړ او الوتکه یې په تبوک کې خوندي راکښته کړه.

شاوخوا ۱۰ ساعته وروسته مسافر د فلای‌دوبۍ په بله الوتکه کې د تل‌ابیب بن‌ګوریون هوايي ډګر ته ورسېدل.

اسرائیلي چارواکي وايي؛ د مرستیال پیلوټ انګېزه، چې له دوبۍ څخه تل‌ابیب ته په FZ1073 الوتنه کې موجود و؛ نه ده معلومه او په دې اړه څېړنې روانې دي.

فلای‌دوبۍ شرکت هم ویلي، چې د دې پېښې اصلي لامل لا نه‌دی روښانه شوی او تر هغې، چې څېړنې بشپړې شوې نه‌وي، په دې اړه باید اټکل ونه‌شي.

یوه اسرائیلي چارواکي ویلي، چې مرستیال پیلوټ د عمان تبعه دی.

د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر ویلي، چې په دې الوتنه کې ۱۷۴ کسان سپاره ول، چې ډېری یې اسرائیلي وګړي دي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دغه پېښه« یوه جدي امنیتي پېښه» بللې او وایي، چې سعودي عربستاني چارواکي به له مرستیال پیلوټ څخه پوښتنې وکړي.

د اسرائیلو د امبولانس خدمتونو هم ویلي، چې یو ۵۱ کلن سړی د بدن د پورتنۍ برخې د سپکو ټپونو له کبله روغتون ته لېږدول شوی دی.

Trending

Exit mobile version