سوداگري

د دوحې بهیر کاري ډلو دوه ورځنۍ ناسته په ترمذ کې پیل شوه

د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکورییس ضیا احمد تکل په ایکس‌پاڼه کې لیکلي؛ په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو او نړیوالو کنفرانسونو رییس سید محی‌الدین سادات پر مشرۍ د امارت د اړوند ادارو پلاوي، د یوناما، نړیوالو بنسټونو، د دوحې بهیر د غړیو هېوادونو، د کوربه هېواد ازبکستان استازو، د خصوصي سکټور استازو او څانګوالو ګډون کړی دی.

Published

on

 

نن( پنجشنبه د لړم څوارلسمه ) د ازبکستان په ترمذ ښار کې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او د خصوصي سکټور د ملاتړ کاري ډلو دوه ورځنۍ ناسته پیل شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکورییس ضیا احمد تکل په ایکس‌پاڼه کې لیکلي؛ په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو او نړیوالو کنفرانسونو رییس سید محی‌الدین سادات پر مشرۍ د امارت د اړوند ادارو پلاوي، د یوناما، نړیوالو بنسټونو، د دوحې بهیر د غړیو هېوادونو، د کوربه هېواد ازبکستان استازو، د خصوصي سکټور استازو او څانګوالو ګډون کړی دی.

تکل زیاته کړې؛ په دې ناسته کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د معیارونو، تصدیق او صادراتو ته د چمتووالي، بدیل معیشت او ټولګډونه اقتصادي ودې په اړه بحث او خبرې کیږي.

ویل کیږي، چې د ناستې ګډونوال به د خصوصي سکټور د پیاوړتیا، بازارونو ته پر لاسرسي او عملي همکاریو لارو چارو هم خپل اندونه وړاندې کړي.

Trending

Exit mobile version