تازه خبرونه

د دوحې تړون د سولې پر ځای افغانان له ترهګرۍ او وحشت سره مخ کړي ـ د ملي امنیت شورا

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۱, ۱۳۹۹)

د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند تېره ورځ ویلي؛ د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون، چې تېر کال د قطر په دوحه کې لاسلیک شوی؛ افغانانو ته د سولې او اوربند پر ځای امریکا او طالبانو ته سوله او اوربند تضمین کړی دی.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ په خپل یوه ټویټ کې څرګنده کړې؛ افغانانو، چې د دوحې له هوکړه ليکه د سولې او امنيت اړوند کوم توقعات لرل هغه یې تر لاسه کړي ندي.  

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه تړون تر اوسه پورې يوازې له امریکا سره اوربند يقيني کړی، له افغانانو سره اوس هم د طالب رابطه يوازې تر قتل، غارت، ترور او وحشت محدوده ده.

رحمت الله اندړ یاد تړون عملي نه بولي او په دې اړه څرګندوي: اوس هم په دې تړون کې د افغانانو لپاره د هيله مندۍ څه نشته او د خپلمنځي خبرو بهیر هم د طالبانو له لاسه ټکنۍ شوی دی.

رحمت الله اندړ ویلي؛ که د دوحې تړون ته د افغانانو له لیدلوري وکتل شي، د سولې په تمه وخت ضایع شوی، افغانانو ته درانده ځاني او مالي زیانونه اوښتي او په ټوله کې افغانستان ویجاړ شوی دی.

یو کال مخکې د کب پر لسمه د قطر په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په افغانستان کې د سولې رامنځته کولو تړون لاسلیک شوی، چې افغان حکومت ترې بې برخې پاتې شوی او اوس حکومت د امریکا د ولسمشر جو بایډن د نوې ادارې لخوا پرېکړې ته له بیاکتنې هرکلی کوي.

د لاسلیک شوي تړون له مخې؛ د ناټو او امریکا ټول بهرني سرتېري د می پر لومړۍ نېټه له هېواده وځي؛ خو ناټو او افغان حکومت د سولې تر راتلو د ځواکونو پر پاتې کیدوټینګار څرګندوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د یکشنبې پر ورځ د امریکا او طالبانو تر منځ د تړون د لومړۍ کلیزې په ویاړ له امریکا غوښتي، چې په تړون کې له ژمنې سره سم ګامونه پورته کړي او که نه د د سولې بهیر به زیانمن کړي.

Trending

Exit mobile version