تازه خبرونه
د دوحې تړون له بشري حقونو سره تړاو نلري- خلیلزاد
له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې د یوې چاودن له کبله ۱۳ امریکايي پوځیان او له ۱۷۰ ډېر ملکي افغانان وژل شوي او ۴۵ نور امریکايي پوځیان او ګڼ شمېر افغانان ټپیان شول.
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي؛ د دوحې تړون د بشري حقونو په اړه نهو، بلکې دا له افغانستان څخه د ځواکونو د خوندي وتلو پر شرایطو راڅرخېدلی دی.
د امریکا په کانګرس کې د هغه پرېکړه لیک د مسودې په غبرګون کې، چې له افغانستان څخه د ناورینوونکي وتلو په غبرګون کې د ولسمشر جوبایډن، د هغه د مرستیالې کامالا هریس او د دده په ګډون د امریکا نور لوړ پوړي چارواکي غندلي؛ لیکلي: طالبانو (اسلامي امارت) هوکړه کړې، چې دوی به د افغانستان لپاره یو نوی حکومت جوړوي او د بشري حقونو پالیسي به په جلا توګه د دوی (طالبانو او نورو افغان وګړو) ترمنځ پر خبرو اترو جوړیږي.
د هغه په وينا، په دغو خبرو اترو کې يو شمېر ترسره شوي؛ خو له دغه هېواد څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه له دې مخکې کومه هوکړه نده شوې.
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي د دغه پرېکړه لیک د مسودې هغه برخه رد کړه، چې په کې ویل شوي؛ خلیلزاد پرته له کوم دلیل ادعا کړې، چې طالبان خپل مکلفیتونه پوره کوي او اساسي بشري حقونو ته درناوی لري.
خلیلزاد وايي: دا ادعا په بشپړه توګه دروغ ده. ما هیڅکله دا خبرې ندی کړي. زه حیران یم، چې دا ډول ادعا له کومه شوه.
زلمي خلیلزاد زیاته کړې: ما هیڅکله د طالبانو( اسلامي امارت ) او د بشري حقونو په اړه د هغوی د ژمنو په اړه څرګندونې ندي کړي. د ولسي جرګې د بېلابېلو کمیټو پر وړاندې زما په حاضرېدو کې کله، چې له ما څخه وپوښتل شول: آیا زه پر طالبانو باور لرم، چې د پوځ او تروریزم په اړه خپلې ژمنې پوره کړي، زما ځواب تل دا و، چې مونږ د نړیوالو اړیکو په اړه خبرې کوو. دا داسې ډګر دی، چې پر هیچا باور نهکېږي، په تېره بیا پر طالبانو.
په هغو خبرو کې، چې د خلیلزاد لخوا په ایکس پاڼه کې خپرې شوي راغلي، چې هوکړه د شرطونو پر بنسټ شوې ده. د باور پر بنسټ نه. په تړون کې د امریکا د ژمنو عملي کېدل د اسلامي امارت د ژمنو په عملي کولو پورې تړلي وه، چې باید په پرلهپسې ډول وارزول شي او تصویب شي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر امریکايي ځواکونو بریدونه نه کول او د القاعدې په ګډون «ترهګرو» ډلو یا اشخاصو ته اجازه نهورکول، چې د افغانستان له خاورې د امریکا او متحدینو امنیت ته ګواښ پېښ کړي، د دوحې د تړون برخه ده.
زلمي خلیلزاد د دغه پرېکړه لیک په غبرګون کې ویلي؛ جوبایډن پرېکړه کړې، چې د افغانانو تر منځ د سیاسي هوکړې له مخې به له وتلو سره مشروط نهوي. له دې وېرې، چې که بین الافغاني مذاکرات وغځول شي، نو اسلامي امارت به د امریکايي ځواکونو پر ضد خپل بریدونه بیا پیل کړي.
هغه وايي، چې سرتېرو (امریکایي ځواکونو) په داسې حالت کې پر زړورتیا عمل وکړ، چې د کابل د هوايي ډګر په شاوخوا کې د ګډوډۍ لامل شو.
له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې د یوې چاودن له کبله ۱۳ امریکايي پوځیان او له ۱۷۰ ډېر ملکي افغانان وژل شوي او ۴۵ نور امریکايي پوځیان او ګڼ شمېر افغانان ټپیان شول.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د ملګرو ملتونو په نههاویایمه سرمشریزه کې ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکا وتل یوه ستونزمنه؛ خو سمه پرېکړه وه، ځکه له دې سره د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېده.