تازه خبرونه

د دوحې خبرې حساسې دي؛ خو د سولې لپاره غوره چانس دی – ناتو

Published

on

د ناتو سرمنشي ينس ستولتنبرګ د دغې ټولنې د دفاع وزیرانو د دوه یمې ناستې وروسته په ډاګه کړې، چې د دوحې خبرې حساسې دي؛ خو د سولې لپاره تر ټولو ښه چانس دی.

ینس ستولتنبرګ د جمعې پر ورځ په بروکسل کې د ناتو د دفاع وزیرانو د غونډې له دویمې  ورځې وروسته په خپل یوه تویت کې څرګنده کړې: د ترهګرۍ پروړاندې زموږ مبارزه د نن ورځې د دفاع وزیرانو په غونډه کې د اجندا سرلیک وه.

هغه ویلي؛ ناتو په افغانستان کې د سولې له بهیر ملاتړ کوي

د ناتو سرمنشي غونډې ته د وینا پرمهال یادونه کړې، چې دغه سازمان د امریکا او طالبانو او د افغانستان د سولې له خبرو اترو ملاتړ کوي.

هغه یو ځل بیا یادونه کړی، چې د دوحې پیل شوې خبرې د سولې لپاره يو تاريخي فرصت دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې ناتو د سولې د بهیر د یوې برخې په توګه په افغانستان کې خپل نظامي شتون تنظیم کړی او شتون مو له شرایطو سره تړاو لري.

ستولتنبرګ په افغانستان کې د ناتو ځواکونو راتلونکی له سولې سره نښلوي او وایي، چې طالبان باید اوربند ته د رسیدو په خاطر د تاوتریخوالي د نه منلو وړ کچه راټیټ کړي. دوی باید له القاعدې او نورو تروریستي سازمانونو سره ټولې اړیکې پرې کړي، چې افغانستان بیا هیڅکله زمونږ هېوادونو ته ګواښ نشي.

نوموړي څرګنده کړې؛ دا ډېره مهمه ده، چې په تېرو دوه لسیزو کې په پوره قربانیو تر لاسه شوې لاسته راوړنې او د ښځو حقونه خوندي وساتو.

له اوږدې مودې وروسته د افغانانو د سولې خپلمنځي خبرې، چې موخه یې په افغانستان کې د روانې شخړې لپاره د سیاسي جوړجاړي لټول دي؛ شپږ اوونۍ دمخه پیل شوي؛ خو د حکومتي او طالبانو د اړیکو جرګه ګیو ترمنځ له څو پرلپسې غونډو او روانو خبرو اترو وروسته اوس هم کوم پرمختګ ندی راغلی.

Trending

Exit mobile version