تازه خبرونه

د دوحې خپلمنځی ناستې ته حکومتي پلاوي پر اسلامي جمهوریت ټینګار وړاندې کړ

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۶, ۱۳۹۹)

د حکومت مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي تېره ورځ له طالب استازیو سره په خبرو کې د اسلامي جمهوریت په جوړښت کې د اوسني دیموکراتیک نظام پر خوندي کولو ټینګار څرګند کړی دی.

معصوم ستانکزي ویلي؛ د افغانستان خلک له تېرو ۴۰ کلونو راپدیخوا د داسې یوې جګړې قرباني شوي، چې پرې تپل شوې ده.

نوموړي زیاته کړې؛ اوسنی نظام ټولو هېوادونو په رسمیت پېژندلی دی. په داسې حال کې، چې د افغانستان له اسلامي جمهوریت مخکې دغه هېواد له نړیوالو اړیکو بې برخې پاتې و.

هغه دا هم ویلي؛ افغانستان د اسلامي زدکړو په برخه کې هم پرمختګونه لري، چې په تېرو څلوېښت کلونو کې بېساري دي.

نوموړی څرګندوي؛ د سلګونه جوماتونو پر جوړولو او رغولو سربېره د هېواد په ښوونیزو او روزنیزو بنسټونو کې اسلامي ثقافت او ښوونه پیاوړې شوې او له زر ډېر د دیني زدکړو مرکزونه په ځانګړي توګه  مدرسې، دارالعلومونه او داراالحفاظونه رامنځته شوي دي.

د مرکچي پلاوي مشر ټینګار کړی، چې د هېواد اوسنی جمهوري نظام او اساسي قانون مو د ملت د وصل او تړاو بنسټیز ټکي دي.

ستانکزي ټینګار کړی: اوسنی اساسي قانون، چې د پرېکړې سترې او مهمې مرجع یعنې لویې جرګې  تصویب کړی، د هېواد په تاریخ کې بېساری دی. دا قانون په سیمه کې او د نړۍ د ۲۳ اسلامي هېوادونو د قانون په پرتله، چې د دولت دین یې اسلام دی د اسلامي ارزښتونو د ساتنې له مخې له غوره قوانینو څخه دی.  

هغه زیاته کړې، چې د یوه هېواد نظام او جوړول کلونه زیار او قربانۍ غواړي؛ خو ویجاړی او ورانی یې بس څو شېبې غواړي.

معصوم ستانکزي په پوره ټینګار څرګنده کړې، چې سوله باید د شاتګ او د جوړښتونو د ړنګولو په معنا نه وي، بلکې د اسلامي نظام په جوړښت کې یې، چې له سیمه ییز او نړیوال اعتباره برخمن وي؛ د ژغورنې، ساتنې او هڅونې لپاره هڅې وکړو.

هغه دغه راز ویلي؛ همدا اوس چې مونږ دلته ناست یو په هېواد کې مو په لسګونه ځوانان شهیدان، میندې بورې، خویندې مو کونډې او بچیان مو یتیمان کیږي. د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې، له تېرو لس کلنو راپدیخوا مو هر کال شاوخوا لس زره ملکي تلفات لرلي دي. یوازې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې مو ۲۷۹۵ ملکي او بېګناه وګړي وژل شوي او ټپیان دي.

هغه د دواړو لوریو استازیو ته څرګنده کړه؛ دا، چې چا ډېر او یا کم وژلي اصلاً د بحث وړ خبره نده. مهمه خبره دا ده، چې ولې او په کوم جرم افغانان وژل کیږي؟

نوموړي ټینګار کړی، چې حکومت دایمي سولې ته د رسیدو لپاره ټینګه اراده او عزم لري او دایې په عمل کې ثابته کړې ده. د افغانستان دولت له ۵۵۰۰ څخه زیات بندیان له کوم قید او شرط پرته او سولې ته د رسیدو په هیله خوشې کړل.

هغه ویلي؛ د مذاکراتو د کامیابۍ یو مهم راز سولې لپاره کلکه اراده ده او دواړه لوري باید سولې ته د رسیدو لپاره یو مشترک درک ولري. که  دغه اصل موجود نه وي؛ نو که هرڅومره زیار وایستل شي سوله به ممکنه نه وي.

نوموړي دا هم ویلي؛ په دې کې هیڅ شک نشته، چې مونږ او تاسې د یوه هېواد د وګړیو په توګه هر یو خپل دردونه، ترخې تجربې او د مذاکراتو لپاره خپلې غوښتنې، ملاحظې او شرایط لرو او سولې ته د رسیدو لپاره بېلابیل فکرونه او نظرونه لرو؛ خو یقین لرم، چې دا راټول شوي وروڼه او خویندې د سولې لپاره اجماع لري؛ ځکه بله لاره نشته.

هغه په هېواد کې سولې ، امنیت او ثبات ته د رسیدو لپاره څرګنده کړې؛ زمونږ د خلکو تر ټولو ستر او مهم لومړیتوب په هېواد کې د وینې بهیدنې مخنیوی دی. دا، چی هر عنوان ورکوو؛ خو د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم باید د خلکو امنیت او مصؤنیت ته پاملرنه وشي.

هغه سیاسي مشارکت یو ستونزمن بحث بولي؛ خو وایي، چې د هېواد د راتلونکي لپاره ډېر زیات مهم دی، ځکه، نو باید د دې کار د عملي کیدو لپاره پر یوه کړنلار خبرې او مشورې وکړو. لازمه ده، چې د دغې موضوع پر هر اړخ باندې دقیقې خبرې وکړو، چې یوې معقولې حل لارې ته ورسیږو.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د هېواد بیا رغونه، د بشري خدماتو رسول، فقر سره مبارزه، د مهاجرینو بېرته راستنیدل، نړیوال ضمانتونه هغه بحثونه دي، چې وروسته بیا خبرې پرې کیږي.

په پای کې نوموړي دا ډاډ هم څرګند کړ؛ لکه، څرنګه مو، چې په هیواد کې دردونه ګډ دي د سولې په بهیر کې به مو بریاوې هم ګډې وي.

Trending

Exit mobile version