تازه خبرونه

د دوحې له تړون سرغړونه به روانه جګړه پراخه کړي – طالبان

Published

on

طالبانو د امریکا کانګرس ته د هغه وړاندې شوي راپور په غبرګون کې، چې له افغانستان څخه یې د امریکایي ځواکونو ایستل ځنډولي ویلي؛ د دوحې له تړونه سرغړونه به روانه جګړه پراخه کړي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې خبردارې ور کړی؛ که د دوحې تړون مات شي؛ جګړه ورسره پراخه کیږي او بیا به یې مسوولیت هم د امریکا پرغاړه وي.

په یاده خبرپاڼه کې راغلي: باید له هر هغه عمل او څرګندونو ډډه وشي، چې مونږ بیا د جګړې حالت ته راګرزوي.

طالبانو په خپله خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې د دوحې هوکړه د افغانستان د روان کړکېچ د حل یوازنۍ ډاډمنه او د تلپاتې سولې لار ګڼل شوې؛ خو دې تړون ته دې د هغو کسانو له لیدلوري نه کتل کیږي، چې د جګړې په دوام کې خپلې ګټې ګوري.

دغه را څرګنده شوې، چې د امریکا نوې اداره باید د دوحې تړون ته له احساساتي کتنې ډډه وکړي او پر جګړې د ټینګار له لارې د جنګسالارانو او فاسدو افرادو پر بقا پانګونه ونکړي.

دغه راز طالبانو ډاډ ښکاره کړی، چې دوی د دوحې هوکړې ته خپله ژمنتیا ثابته کړې او د هوکړې له بلې خوا یې هم دې تړون ته د ژمن پاتې کېدو غوښتنه کړې ده.

که څه هم د امریکا نوې ادارې تر دې دمه د ټړون له نه منلو څه ندي ویلي؛ خو ویل شوي، چې پر تړون به بیاکتنه او غور کیږي.

Trending

Exit mobile version