تازه خبرونه
د دوحې په خبرو کې پرمختګ ندی شوی – صدیقي
د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي نن (چارشنبه د لیندۍ ۵) یوې خبري غونډې ته څرګنده کړه، چې په دوحه کې د افغانانو د سولې په خپلمنځي خبرو کې کوم پرمختګ ندی شوی.
هغه ویلي، چې طالبان د هېواد له اساسي قانون سره د مخالفت تر څنګ خپلې غوښتنې څرګندوي.
که څه هم نوموړي کابل ته د خپلمنځي خبرو د پلاوي د مشر معصوم ستانکزي سفر تائید کړی؛ خو وایي، چې حکومتي پلاوی باید له اساسي قانون او د لویې جرګې له مشورو سره سم له طالبانو سره خبرې وکړي.
ښاغلي صدیقي زیاته کړې، چې د دوحې په خبرو کې د ( افغانستان د اسلامي جمهوریت) نوم لرې کول دوی ته د منلو وړ ندی.
د ولسمشر ویاند یو ځل بیا له طالبانو غوښتي، چې د افغانانو، نړیوالې ټولنې او افغان حکومت غږ ته دې مثبت ځواب ووایي او پراخ اوربند دې اعلام کړي.
هغه دا هم په ډاګه کړې، چې طالبان د خبرو پر مهال پلمې لټوي.
د پخلاینې عالي شورا ویاند فریدون خوځون ویلي، چې دا شورا د دوحې په خبرو اترو کې له شویو پرمختګونو ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر سرچینو پرون آریانا نیوز ته منلې وه، چې د دوحې د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی او دواړه پلاوي به یې په نږدې راتلونکي کې په ګډه اعلان کړي.
