تازه خبرونه
د دوحې په درېیمه ناسته کې افغان او امریکایي استازو پر بندیانو خبرې کړي
د اسلامي امارت ویاند او د دوحې د درېیمې ناستې د پلاوي رییس ذبیح الله مجاهد ويلي، چې له امریکايي پلاوي سره یې په دې اړه لنډې خبرې کړي؛ خو په مقابل کې یې د امریکا او ګوانتانامو په زندانونو کې د افغان زندانیانو د خوشې کولو موضوع هم مطرح کړه.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ويلي، امریکايي استازو د دوحې په درېیمه غونډه کې د اسلامي امارت له استازو سره په افغانستان کې د زنداني امریکايي اتباعو د خلاصون په اړه خبرې کړې دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویډانت پټیل په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ د دوحې په درېیمه غونډه کې پر اسلامي امارت فشار راوړ، چې په افغانستان کې زنداني امریکايي وګړي خوشې کړي.
ویډانت پټېل زیاته کړې، دا د دوی دوامداره غوښتنه ده او دوی په افغانستان کې د زنداني امریکايي وګړیو پر بې شرطه خوشې کولو ټینګار کوي.
نوموړی وایي: د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ په افغانستان کې په ناحقه د نیول شویو امریکايي وګړیو د سمدستي او غیر مشروطه خوشې کیدو پر اړتیا ټینګار وکړ او څرګندوي، چې که بندیان خوشې نشي د طالبانو په رسمیت پېژندلو کې به د پرمختګ مخه ونیسي.
د اسلامي امارت ویاند او د دوحې د درېیمې ناستې د پلاوي رییس ذبیح الله مجاهد ويلي، چې له امریکايي پلاوي سره یې په دې اړه لنډې خبرې کړي؛ خو په مقابل کې یې د امریکا او ګوانتانامو په زندانونو کې د افغان زندانیانو د خوشې کولو موضوع هم مطرح کړه.
که څه هم اسلامي امارت له ګاونډ او سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې لري؛ خو له غرب او په ځانګړي توګه له امریکا سره یې اړیکې ترینګلي دي او اسلامي امارت امریکا د خپل نړیوال مشروعیت پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ ګڼي.