تازه خبرونه

د دوحې په دوه ورځنۍغونډې کې طالب او حکومتي لوریو پر خبرو غځولو هوکړه وکړه

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۸, ۱۴۰۰)

د افغان حکومت او طالبانو استازیو د تړلیو دروازو تر شا له دوه ورځنیو خبرو وروسته د یکشنبې پر شپه (د چنګاښ ۲۷) د شپې پر دوه نیمې بجې  په یوه ناسته کې رسنیو ته د خپلو ناستو په اړه څرګندونې وړاندې کړې.

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټرعبدالله عبدالله په افغانستان کې د سولې لپاره د حکومت له تینګې ارادې ډاډ څرګند کړ او څرګندوي، جې خبرې به په راتلونکیو اوونیو کې بیا پلی شي.

له بلې خوا طالب مشر هم د خبرو په اړه پوره جزئیات وړاندې نکړی؛ خو د طالبانو ویاند محمد نعیم پر خپل ټویټر د دواړو لوریو لخوا په ۶ ټکو کې د خبرو پر غځولو له هوکړې پرده پورته کړې ده.

د دغه پرېکړه لیک په درېیمه ماده کې راغلي؛ دواړه خواوې ژمن دي، چې په خبرو اترو کې به ښکېل پاتې وي.

په څلورمه ماده کې د افغانستان د ودانیو او بېخبناوو پر ساتنه، د ملکي تلفاتو مخنیوي او په راوان کرونایي وضعیت کې اړمنو خلکو ته د بشري مرستو پر چمتو کولو ټینګار شوی دی.

که څه هم تمه کیده، چې د طالبانو او حکومت ترمنځ د لنډمهاله اوربند غږ به له دې پړاو خبرو راپورته شي؛ خو دواړو لوریو د اختر په بهیر کې پر اوربند بحث ونکړ.

عبدالله عبدالله پخپل ټویټر کې لیکلي، چې مونږ د دوحې له طالبانو سره دوه ورځې ښې زبېښل شوې خبرې اترې پای ته رسولي دي.

هغه ویلي؛ مونږ د دواړو خواوو ترمنځ د پر اړینو موضوعاتو اندونه وړاندې کړل. مونږ د هر اړخیزې سیاسي هوکړې له مخې د شخړې د پای ته رسولو پرلارو چارو اندونو او څرګندونو ته غوږ ونیوه.

عبدالله عبدالله وایي، چې د خبرو په بهیر کې مونږ پر جمهوریت او عادلانه سولې، د تاوتریخوالي پای ته رسولو او د اوسني سیاسي بحران  پر حل ټینګار کړی دی. مونږ له خپلو ټولو ملګرو په ځانګړي توګه له قطره مننه کوو، چې د سولې د خبرو کوربتوب او ملاتړ یې وکړ.

پر لومړۍ ورځ پیلیزه ناسته له خبریالانو سره پیل شوه؛ خو په وروسته خبرو کې له مذاکراتي ډلو او قطري ځانګړي استازي پرته بل ګډونوال نه و.

د دوحې دوه اړخیزه ناسته په داسې حال کې پیل او پای ته ورسېده، چې افغانستان د سفیر د لور سلسلې علیخېل د تښتونې په اړه د بهرنیو چارو وزارت غبرګون او په کابل کې اعتراضي لاریون د پاکستان او افغانستان تر منځ کړکیچ نورهم پسې کړکېچن کړ او ولسمشر غني د افغانستان سفیر او نور ډیپلوماتان را وغوښتل او په کابل کې د پاکستان سفیر اسلام آباد ته روان شو.

Trending

Exit mobile version