تازه خبرونه

د دوشنبې ورځې د لاریون د کابو کولو له پاره پوره تدابیرلرو- حسن زاده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کابل د عامه نظم د پولیسو قومندان وايي، چې د دوشنبې ورځې د لاریون د کابو کولو له پاره پوره تدابیر نیول شوي او دښمن ته به موکه ورنه کړ شي، چې له دغه لاریون څخه ناوړه استفاده وکړي او له هغو کسانو سره قانوني چلند کیږي، چې په لاریون کې تاورتریخوالي ته لمن وهي.

ټاکل شوې، چې سبا( دوشنبه د غویی ۲۷) په کابل کې له ترکمنستان څخه د راغزیدونکې برښنا د مسیر په سر د راپورته شوې لانجې له کبله یو شمېر کابل ښاریان لاریون وکړي.

د کابل د عامه نظم د پولیسو قومندان جنرال سید احمد علي حسن زاده وايي، چې لاریون د هر وګړي حق دی؛ خو ټينګار کوي، چې له هر هغه چا سره به قانوني چلند وشي، چې وغواړي لاریون په تاوتریخوالي واړوي.

دی زیاتوي،چې د لاریون د امنیت خوندي کولو او کابو کولو له پاره یې ټول تدابیر نیولي دي.

په پام کې ده، چې دا لاریون د هغو کسانو لخوا تر سره شي، چې غواړي له ترکمنستان څخه د پېنځه سوه کیلو ولته برښنا مزی له مرکزي ولایت بامیان څخه تېر شي.

خبریال رفیع صدیقي.

Trending

Exit mobile version