تازه خبرونه
د دولتي او خصوصي ښوونځيو دروازې د زدکوونکیو لپاره پرانیستل شوې
له پېنځه میاشتني ځنډ وروسته د زدکوونکیو پر مخ د دولتي او خصوصي ښوونځیو دروازې پرانیستل شوې.
کرونا ویروس د افغانستان ښوونیزه برخه پېنځه میاشتې شاته واچوله او د ښوونځيو دروازې یې د زدکوونکیو پر مخ وتړلې. اوس تازه د دولتي او خصوصي ښوونځيو دروازې د زدکوونکیو لپاره پرانیستل شوې؛ په دې توپیر، چې په دولتي ښوونځيو کې به د یوولسمو او دوولسمو ټولګیو او د شپې لیسې له اووم څخه تر دوولسمو ټولګیو زده کوونکي حضوري زدکړې کوي.
دغه راز د خصوصي ښوونځیو له لومړي تر دولسم ټولګیه د حضوري زدکړو اجازه لري.
په کابل کې د خصوصي ښوونځيو زدکوونکیو ته د عامې روغتیا وزارت له سپارښتنو سره سم د زدکړو چاپېریال برابر شوی؛ پر زدکوونکیو مکروب وژونکي مایع شیندل کیږي او په ټولګي کې د مناسب واټن له په پام کې نیولو سره په څوکیو کښيني.
د پوهنې وزارت مسوولین وايي، چې که د کرونا ویروس مخ په ختمیدو شي، د دولتي ښوونځیو د ټولو ټولګیو زدکوونکیو ته به د حضوري زدکړو اجازه هم ورکړي.
د پوهني وزارت ویانده نوریه نزهت وايي؛ د زدکړو د بهیر او روغتیايي سپارښتنو د عملي کیدو د څارنې لپاره یې ګرځنده ډلو ته دنده سپارلې، چې جدي څارنه وکړي.
له دې مخکې د پوهنې وزارت مسوولینو خبرداری ورکړی و، چې که په هر ښوونځي کې د عامې روغتیا وزارت سپارښتنو ته پام ونشي، دروازې به یې وتړي، او قانوني چلند به ور سره وکړي.