تازه خبرونه
د دولتي شرکتونو رییس له ایراني سفیر سره پر اقتصادي همکاریو خبرې وکړې
د دولتي شرکتونو عمومي ریاست د خبرپاڼې له مخې، دغه لیدنه د احمدجان بلال په کاري دفتر کې تر سره شوې او موخه یې له ایراني چارواکو سره د شویو خبرو د عملي کولو لپاره د لارو چارو ارزونه وه.
د دولتي شرکتونو عمومي رییس احمدجان بلال په کابل کې د ایران له سفیر عليرضا بیکدلي سره په لیدنه کې د خپل سفر پر مهال له ایراني چارواکو سره د شویو هوکړو د تعقیب او د دوهاړخیزو اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د دولتي شرکتونو عمومي ریاست د خبرپاڼې له مخې، دغه لیدنه د احمدجان بلال په کاري دفتر کې تر سره شوې او موخه یې له ایراني چارواکو سره د شویو خبرو د عملي کولو لپاره د لارو چارو ارزونه وه.
په کابل کې د ایران سفیر دغه هېواد ته د دولتي شرکتونو د عمومي رییس وروستی سفر مثبت او اغېزناک بللی او د مطرح شویو موضوعاتو پر تعقیب او د همکاریو پر عملي پیل یې ټینګار کړی دی.
عليرضا بیکدلي ویلي، ایران چمتو دی، چې د افغانستان له اسلامي امارت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف، استخراج او صادراتو، د تېلو د تصفیهخونو جوړولو، کرنې، اوبو او برښنا په برخو کې همکاري وکړي.
دغه راز احمدجان بلال ویلي، اسلامي امارت له ایران سره د انرژۍ، کرنې، صنعت پراختیا او نورو اقتصادي برخو کې د ګډو همکاریو پراختیا غواړي او د دغو همکاریو د عملي کولو لپاره به اړین ګامونه پورته کړي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې د دولتي شرکتونو عمومي ریاست به له ایراني لوري سره پر همغږۍ د خپل وروستي سفر پر مهال مطرح شوي موضوعات تعقیب او د هغو د عملي کېدا لپاره هڅې وکړي.
د یادونې ده، چې احمدجان بلال څه وخت مخکې د یوه پلاوي پر مشرۍ ایران ته سفر کړی و او هلته یې له یو شمېر ایراني چارواکو سره پر اقتصادي، سوداګریزو او پانګونو په برخه کې خبرې کړې وې.