تازه خبرونه

د دولتي چارواکود معاشونو د تنظیم د قانون طرحه په دوو فصلونو او اتو مادو کې تصویب شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسي جرګې د دولتي چارواکود معاشونو د تنظیم د قانون طرحه په دوو فصلونو او اتو مادو کې تصویب کړه. د دغې تصویب شوې طرحې له مخې، د اجرایی رییس میاشتنی معاش څه باندی دوه سوه شپیته زره افغانۍ او د مرستیالانو میاشتنی معاش یې څه باندې یوسلو دوه نوي زره افغانۍ په پام کې نیول شوی.

ولسي جرګې په داسې حال کې دغه ګام پورته کړ چې ځینې وکیلان په نیوکې سره وایي د اجراییه ریاست د حقوقي مشروعیت ستونزه لا نه ده حل شوې.

د ولسي جرګې د مالي چارو او بوديجې رییس امیر خان یار وايي:

«د لومړي بست معاش چې دېرش زره دوه سوه پنځوس زره ده د اجرایه رییس د ۸ عشاریه ۵ ضریب او د مرستیالانو یی ۶ اعشاریه ۲ په ضریب په پام کي نیول شوي دي.»

ځینې وکیلان بیا د اجراییه ریاست د قانوني مشروعیت مساله د بحث وړ ګڼي او وایي، دا ستونزه لا نه ده حل شوې.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازی صالح محمد سلجوقي وايي:        

«د ملی یووالي د حکومت د مشروعیت لپاره حقوقي حل لار نه ده پیدا شوې. ځینې داسې ادارې دې متن کې شته چې حقوقی ستونزه لري. د دي پر ځای چې قانوني ستونزې حل کړو، داسې تشکیل تصویبوو چې اصل کې یې تشکیلات حقوقي ستونزه لري.»

په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازی عبید الله رامین وايي:

«دا مهمه ده چې د دولت اساسي تشکلات لومړی پارلمان ته راشي هره ورځ د تشکیلاتو یوه برخه راځي چي دا ستونزه نه شي حل کولای.»

د ولسي جرګې د مالي چارو او بوديجې کمیسون وايي چې که څه هم د هېواد اقتصادي حالاتو ته په کتو دغه معاشونه لوړ دي خو دوی د اداري فساد د مخنیوي له پاره دغه ضریبونه په پام کې ونیول ترڅو په هېواد کې ښه حکومت داري رامنځ ته شی.

ولسي جرګې د دولتي چارواکو د معاشونو د تنظیم د قانون طرحه په دوه فصلونو او اتو مادو کې تصویب کړه.

خبريال: عبدالعزیز کریمي

Trending

Exit mobile version