تازه خبرونه

د دولت د نه ملاتړ له كبله كورني توليدات كم شوي دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

يو شمېر افغان سوداګر او پانګوال وايي، په تېرو ديارلسو كلونو كې له كورنيو توليداتو د افغان دولت د نه ملاتړ له كبله كورني توليدات كم شوي دي.
دوى همدارنګه وايي، كه افغان دولت له خصوصي سكتور څخه ملاتړ وكړي، دوى به د سيمې د هيوادنو سره د توليداتو په برخه كې سيالۍ وكړاى شي.
يو شمېر افغان سوداګر په دولت تور لګوي، چې په تېرو كلونو كې افغان دولت له خصوصي سكتور څخه د پام وړ ملاتړ نه دى كړى نو ځكه دوى ډېر فرصتونه له لاسه وركړي دي.
افغان سودا ګر فاروق نظري او حاجي وطن دوست وایي، اداري فساد، د ملي اقتصادي پاليسۍ نشتوالى، او له طبعي زېرمو څخه د مناسبې استفادې په لاره كې كمزوري، هغه موارد دي، چې سوداګر يې د دوى د چارو په مخ كې خنډ بولي.
دوى همدارنګه وايي، كه خصوصي سكتور ته دولت پام ونه كړي، افغانستان به ډېرې ستونزې په مخ كې ولري.
د سواګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي د سوداګرو دا خبرې بېځايه بولي او وايي، چې د تېرو كلونو په پرتله د افغانستان سوداګرۍ وده كړې ده.
وېل كېږي په تېرو ديارلسو كلونو كې د دولت د نه پاملرنې له كبله يو شمېر پانګوالو خپلې پانګې او سرمايې له هېواده بهر كړي.

Trending

Exit mobile version