تازه خبرونه
د دولت ناڅرگندو تگلارو د پانگې وتلو ته زمينه برابره كړې
د افغانستان د صنايعو ټولنې رييس وايي، په وروستيو لس كلونو كې دولت د پانگونې لپاره د زمينې د برابرولو په برخه كې كار نه دى كړى او پانگوال هم كړيږي، چې پانگونې ته خوندي فضا نه ده برابره شوې.
د كابل او واشنگتن تر منځ په سياسي اړيكو كې خړپړتيا او پرخپلو دريځونو د دواړو خواوو ټينگار پانگوال له جدي ستونزو سره مخ كړي دي.
د افغانستان د صنايعو ټولنې رييس سخي احمد پیمان وايي:
دولت له شركتونو هغه مهال ملاتړ كړى، چې له كاره لويدلي؛ خو د پانگوالو د هڅونې او انگيزې وركولو لپاره څه نه دي شوي.
دى همدا راز زياتوي، د افغانستان د خلكو د اړتياوو د معلومولو لپاره كار نه دى شوى، چې پانگوال په همغو برخو كې پانگونه وكړي.
دا په داسې حال كې ده، چې يوه ورځ مخكې د افغانستان د سوداگرۍ او صنايعو ټولنې له دولت وغوښتل ، چې د پانگوالو او پانگونو د برخليك ټاكلو په برخه كې اقدام وكړي.